د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

بایډن:د امریکا په مشری د جګړې هڅې امید بخښونکي دي


د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن وایي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشری د جګړې هڅې امید بخښونکي دي او دا به له وخته مخکې قضاوت وي چې وویل شي دغه هڅې ناکامه دي.

بایډن د اندیانا د ایالت په اندیانا پولیس کې یي هغو امریکایانو ته چې له امریکا بهر یي په جګړو کې برخه اخیستې د وینا په ترڅ کې دغه راز وویل، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پیل دا مانا نه لري چې، ګواکې امریکا له دی هېواده وځي بلکه هغه افغان امنیتي ځواکونو ته په تدریجي ډول د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو یو پیل دی.

جوبایډن زیاته کړه، په تېر وخت کې د افغانستان جګړه له پامه غورځول شوی وه او موږ یواځې په دې وروستیو کې د دې جګړې لپاره یوه روښانه ستراتیژي رامنځته کړې او په دې هېواد کې مو د ځواکونو شمېر کافي زیات کړی دی.

جوبایډن دغو پوځیانو ته په خبرو کې وویل، چې خلک باید داسې فکر ونه کړي موږ په افغانستان کې ناکام یو، موږ اصلا اوس پیل کړی ده، یو سم جنرال او کافي ځواکونه مو اهدافو ته د رسېدو لپاره ګمارل شوی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر د افغانستان د جګړی په اړه دا خوشبیني په داسې حال کې څرګندوي چې د سرتېرو د تلفاتو له زیاتېدو سره د امریکایانو ملاتړ له دغې جګړې مخ په کمېدو دی.
XS
SM
MD
LG