د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۹

بشري:په تېره اونۍ كې د تروريستي ډلو۱۰ تنه نيول شوي


د كورنيو چارو وزارت يو شمېر تروريستى شبكو د غړو د نيولو خبر وركوي
د كورنيو چارو وزارت يو شمېر تروريستى شبكو د غړو د نيولو خبر وركوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت، د پوليسو د فعاليتونو په اوونيز راپور كې د امنيتي ځواكونو لاسته راوړنو ته اشاره شوې ده، د دې وزارت وياند زمرى بشري د يكشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې په تېره اونۍ كې يې د تروريستي شبكو شاوخوا لس تنه نيولي او همدارنګه يې په سلګونو كيلو ګرامه مخدرو مواد هم ضبط كړي دي، خوخلك وايي، دا ځواك اوس هم نه دى توانيدلى چې په ځينو حالاتو كې د مخالفينو د بريدونو مخه ونيسي.

په افغانستان كې د سولې د ټينګښت او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنيوي د هلوځلو په لړكې د كورنيو چارو وزارت، د يو شمېر تروريستى شبكو د غړو د نيولو خبر وركوي.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري د يكشنبې په ورځ د پوليسو د فعاليتونو د اونيز راپور د وړاندې كولو پر مهال
بشري:تېره اونۍ پنځه سوه يو اويا كيلوګرامه مختلف الډوله مخدرمواد په يو شمېر ولايتونو كې كشف او له منځه وړل شوي دي
خبريالانو ته وويل، چې د كورنيو چارو د وزارت منسوبينو تېره اونۍ د تروريستې شبكو شاوخوا لس تنه پيژندل شوي غړي نيولي او د دې ترڅنګ يې په سلګونو بمونه او داسې نور چاوديدونكي مواد هم كشف او له منځه وړي دي:

"د تروريزم پرضد پوليسو تېره اونۍ د پنځه تروريستى شبكو لس تنه مهم غړي نيولى دي، د دې شبكو غړو د بمونو په جوړولو او همدارنګه د بهرنيو ځواكونو پر ضد بريدونو كې لوى لاس درلود."

ښاغلي بشري زياته كړه، پوليسو تېره اونۍ د هېواد په مختلفو سيمو كې له مخالفينو سره په نښتو كې شاوخوا دوه سوه تنه وسلوال مخالفين او څه باندې څلويښت تنه پوليس وژل شوي دي.

بشري وويل، سره له دې چې د پخوا په نسبت د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي، خو په نښتو اوعملياتوكې د ملكي خلكو مرګ ژوبله كمه شوې ده.

بشري زياته كړه، چې په تېره اونۍ كې د تروريستانو د برېدونو د مخنيوي سره سره پوليس توانيدلى دي چې په سلګونو كيلوګرامه مخدر مواد كشف او قاچاق كوونكي يي ونيسي:

"تېره اونۍ پنځه سوه يو اويا كيلوګرامه مختلف الډوله مخدرمواد په يو شمېر ولايتونو كې كشف او له منځه وړل شوي دي او له دې موادو سره درې ديرش تنه قاچاق كوونكي هم نيول شوي دي."

د كورنيو چارو د وزارت وياند وويل، د پوليسو د ځواك د كيفت لوړولو ته يي نوي پلانونه ترتيب كړي دي، چې له پلي كېدو سره به يي د هېواد په امنيتي وضيعيت كې مثبت بدلون راشي، خو خلك وايي چې په مركزاو داسې نورو لوېو ښارونو كې د وسله والو مخالفينو د بريدونو مانا داده، چې د ښارونو امنيتي كمربندونه اوس هم كمزوري دي.

راپور: خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG