ویسا:
ويسا ورځپاڼې ليكلي د كابل تاريخي كنفرانس ښې هيلې را وټوكولې.
ورځپاڼې د خپلې سرمقالې په يوې برخه كې ليكلي دي، له افغانستان سره د مرستو دوام، د كمزوريو لرې كول، د مرستو لګولو په اړه شفافيت او له مخالفينو سره د د دولت د سولې له پروګرام څخه ملاتړ د كابل كفنرانس د ګډونوالو د ويناوو شريك ټكي و.
په سرمقالې كې تمه ښودل شوې چې د كنفراسن پريكړې به عملي بڼه خپله كړي.
هېواد:
هيواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د كابل كنفرانس، يو ستر برى او يو ستر مسووليت تر سرليك لاندې كښلې.
په سرمقالې كې راغلي، د افغانستان په اړه په تيرو نهو كلونو كې ډير نړيوال كنفرانسونه جوړ شوي، خو د الومړى ځل و، چې د افغانستا ن په اړه نړيوال كنفرانس ته د افغانانو له خوا افغاني طرحې او غوښتنې وړاندې شوې.
هېواد ليكي د كنفرانس ګډنوال په يوه خوله د افغان حكومت وړاندې شوې طرحې او غوښتنې ومنلې او د هر وينا وال په خبرو كې يو ټكى روښانه و چې له افغانستان سره يې د خپلو مرستو او ملاتړ پر دوام يې ټينګار كاوه.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې بيا كابل كنفرانس له يوه بله اړخ مهم بللې او په يوه مطلب كې يې ليكلي، د دې كنفرانس ځانګړنه په دې كې وه چې د پخوانيو هغو پرخلاف ټولو ګډونوالو يې د مسايلو په افغاني كيدو ټينګار كاوه.
په مطلب كې راغلي د مسايلو افغاني كيدل هغه توقع وه، چې د تيرو څو كلونو راهيسې افغانانو او افغان دولت لرله.
ورځپانې په كنفرانس كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې هلري كلنټن خبرې مهمې بللي دي، چې ويې ويل، نړى به له افغانستان سره وي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې هم په يوې مقالې كې د كابل په نړيوال كنفرانس تبصره كړې او ليكلي يې دي چې دغه كنفرسان له افغانستان سره د مرستې د دوام يو بل پړاو پرانيزه.
په مقالې كې راغلي، د كنفرانس په مسايلو كې يوه مهمه يې افغان امنيتي ځواكونو ته د مسووليتونو سپارل دي.
په مقالې كې ټينګار شوى، چې افغان ځواكونو ته د مسووليتونو سپارل بايد په شفافه توګه ترسره شي.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د كابل په نړيوال كنفرانس كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څرګندونې خپرې كړي دي، چې ويلي يې دي، افغانان بايد په راتلونكې كې خپل برخليك په خپل لاس كې واخلي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې ليكلي د كابل له كنفرانس سره د كابل پروسه پيل شوه، چې په هغې كې به د افغانانو ستونزې او افغان لانجه له ترهګرۍ ضد جګړې څخه په جلا توګه تر غور لاندې نيول كيږي او د هوارۍ لارې چارې به ورته برابريږي.
په سرمقالې كې راغلي، د دغه بهير پر بنسټ به د نړيوالې ټولنې له خوا ژمنه شوې ۱۳ مليارډه ډالره د افغان دولت په لومړيتوبونو ولګول شي.