خدمتګار:
د خدمتګار ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د نوي عمومي قومندان جنرال ډيوډ پټرېوس د ماموريت په اړه ده.
په سرمقالې كې راغلي، په عراق كې د پټريوس د ماموريت بري هغه لوړ نوم وركړ خو د افغانستان لانجه د عراق له جګړې سره توپيرلري او كه دلته له زغم، تدبير، پوهې او مشورو نه كار وانه خيستل شي، نو د سولې او ثبات اټكل ستونزمن دى.
خدمتګار په يوه بل مطلب كې ليكلي دي، چې ملګري ملتونه له پښيمانه شوېوي وسلوالو مخالفينو سره خبرې كوي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې كې د جنرال پټريوس په څرګندونو تبصره كړې ده.
په سرمقالې كې راغلي، د پټريوس په وروستيو څرګندونو كې د پام ټكي، د لا ډيرې همغږۍ رامنځ ته كول، په نوېو تكتيكونو سره د پخوانۍ ستراتيژۍ دوام او له افغانستان سره د امريكا د متحده ايالاتو د ملاتړ او مرستو دوام دى.
په سرمقالې كې راغلي، جنرال پټريوس بايد لومړى د امريكايي ځواكونو ترمنځ، همدارنګه د ناټو د بېلابېلو هېوادونو د ځواكونو ترمنځ او بيا د افغان او ناټو ځواكونو ترمنځ د بشپړې همغږۍ د رامنځ ته كولو لپاره جدي اقدامات وكړي.
هېواد ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د كابل كنفرانس ته د چمتوالي چارې څيړلي دي.
په مطلب كې راغلي چې د كابل كنفرانس ته د چمتوالي ستراتيژيكې كمېټې په خپلې غونډه كې د هغو وړانديزونو په اړه اسناد وڅيړل چې افغان دولت به يې د كابل په نړېوال كنفرانس كې مطرح كړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې په افغانستان كې د سولې لپاره په روانو هلو ځلو تبصره كړې چې د سرمقالې د ليكوال په باور تر ډيره د وسلوالو
طالبانو د پياوړي كېدو سبب شوي دي، په سرمقالې كې راغلي وسلوال طالبان په دې باور دي چې بهرني ځواكونه به پرته له بري له افغانستانه وځي او له همدې امله يې د هېواد په بېلابېلو برخو كې خپلو بريدونو ته زور وركړى.
ملي ارمان په يوه بل مطلب كې په هېواد كې په نشه يي موادو د روږدېدا ستونزه څيړلې ده او ليكلي يې دي، هر څومره چې په هېواد كې د كوكنارو كر دوام پيدا كوي هومره ډير ځوانان به پرې روږدي كيږي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د بهرنيو ځواكونو د نوي قومندان ډيوډ پټريس په څرګندونو تبصره كړې چې ويلي يې دي، د افغانستان جګړه ورته يو ستونزمن ماموريت دى او د جګړې په تكتيك كې به بدلون راولي.
په سرمقالې كې ويره څرګنده شوي چې د جګړې د تكيتيك بدلون بايد داسې ونه اوسي چې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو سبب شي.
د سرمقالې د ليكوال په باور په افغانستان كې بايد د سياسي حل پرځاى د جګړې په تودېدو ډير ټينګار ونه شي، تر څو د سولې لپاره روانو هلو ځلو ته خنډونه رامنځ ته نه شي.
سرنوشت په يوه بل مطلب كې ليكلي دي، چې چاپان په افغانستان كې د خپلو لګول شوېو مرستو په اړه څيړنه كوي.
په مطلب كې همدا راز د چاپان د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواكي له قوله ليكلي دي، چې هېواد به يې د افغانستان له پراختيايي ستراتيژۍ سره مرستې ته دوام وركړي او له افغانانو سره به په ملت جوړونه كې همكاري وكړي.