د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

م.م: شاوخوا یو میلیون افغان په نشه توکو روږدي دي


دوه تنه میرمنې چې په نشه یي توکو روږدې دي
دوه تنه میرمنې چې په نشه یي توکو روږدې دي

په افغانستان كې د نشه يي توكو د روږدو كسانو په اړه نوي سروي ښيي چي پدي هيواد كي يو ميليون خلك په نشه يي توكو روږدي دي. دغه سروې چې د يوكال په موده كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او جرمونو پر ضد د ادارې، د نشه يي توكو پر وړاندي د مبارزې او د عامې روغتيا وزارتونو له خوا شوې ښيي، چې ډېرشمېر ميرمني او ماشومان هم په نشه يي توكو روږدي دي.

افغان دولت او د ملګرو ملتونو په هېواد كې د نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمير په زياتوالي او د نشه يي توكو د كر او توليد پر دوام په كلكه انديښنه وښوده.

دغه انديښنې وروسته له هغې څرګندې شوي، چې په افغانستان كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو په اړه نوي سروي وشوه.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزي وزارت مرستيا انجينير ابراهيم ازهر وويل، نوې ترسره شوې سروې ښيي، چې د تيرو كلونو په پرتله د نشه يي توكو د روږدو كسانو په شمېر كې خورا زياتوالى راغلي او افغان دولت يې د درملنې توان نه لري.

دغه رپوټ چې په افغانستان كې د روږدو كسانو د شمېر د معلومولو لپاره شوي په نشه يي توكو د روږدي كيدلو لاملونو ته هم په كې اشاره شوې ده.

په رپوټ كې راغلي دي، چې افغانستان ته د سيمې له هېوادونو څخه د كيمياوي موادو راوړل، له ګاونډيو هيوادونو څخه د روږدو افغانانو راتګ او په هېواد كې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى د روږدي كيدلو اصلي لاملونه دي.

په دې غونډه كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او د جرمونو پرضد د اداري استازي سارا والر وويل، كه څه هم چې په افغانستان كې امنيتي وضع د سروې لپاره مساعده نه وه، خو له دې سره سره دغه سروې په ټول افغانستان كې شوې.

اغلي والر وايي، په دې سروې كې روښانه شوه، چې په افغانستان كې په سلو كې درې ښځې هم په نشه يي توكو روږدې دي.

نوموړي په افغانستان كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه هم وكړه.

"په افغانستان كې د يو. ان. او. ډي. سي يا د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه يي توكو پر ضد د مبارزې اداره په دې هېواد كې د روږدو كسانو د شمېر په اړه په كلكه انديښنه كوي.

له لومړي پړاو كې بايد په دې هېواد كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره مركزونه جوړ شي او وروسته دې خلكو ته د نشه يي توكو د زيانونو په اړه وپوهول شي او كورنيو ته وويل، چې ماشومانو ته يې دې ترياك نه وركوي او دا د هغوی د راتلونكي لپاره ښه نه ده."

چارواكې وايي، په افغانستان كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره، چې شمير يې مخ په زياتيدو دي د كابل په جوړيدونكي نړيوال كنفرانس كې د مرستې وړانديز وكړي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال وويل، چې اوسمهال د نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره كافي او مجهز مركزونه نشته او يواځي په سلو كې لس روږدي كسان درملنې ته لاس رسى لري.

كه څه هم چې په افغانستان باندې تل د نړيوالې ټولنې له خوا د نشه يي توكو د كر او توليد په اړه ډير انتقادونه كيږي خو افغان چارواكي وايي، كه څه هم كر افغانان كوي خو د دې كر په سلو كې اوه نوي ګټه نړيوال مافيا د چاقاق له لاري تر لاسه كوي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG