ټایمز:
د لندن ټايمز ورځباڼې ليکلي، چې د دغه هېواد صدراعظم ډيويډ کامرون په افغانستان کې جګړه په خپله خوښه نه ده غوره کړې بلکې دا جګړه په ميراث ورته پاته شوې او يا يې ممکن په دقت او ځيرکۍ انتخاب کړې وي، څوپه دې ماموريت کې د بريتانيا ژمنې محدودې کړي.
هغه څېړنې چې روانه اوونۍ د افغانستان د جګړې په باب په ټايمز ورځپاڼه کې خپرې شوې، ښيي چې په ۲۰۰۶ کال په هلمند کې د بريتانوي ځواکونو د دېره کېدو له پيله په دې ولايت کې د دوی د اقداماتو د دوام او لارو چارو په برخه کې يو لړ ستونزې موجودې وې.
د ورځپاڼې په نظر تر ټولو لويه تېروتنه د ځواکونو د پوځي ستراتيژۍ په معيار کې وه. د دوی شمېر ډېر کم و او په يوه ډېره پراخه او لويه سيمه کې ځای پرځای شول.
د ټايمز ورځپاڼې په نظر دوهمه جدي موضوع، چې د بريتانيا صدراعظم ته په افغانستان کې په ميراث رسېدلې ده، دا ده چې بايد د امريکا له متحدو ايالتونو سره يوځای پرېکړه وکړي، چې ايا بريتانوي ځواکونه په هلمند کې پاته شي اوکنه کندهار ته لاړ شي.
دی بايد همداراز فيصله وکړي، چې له ۲۰۱۱ کال وروسته څومره بريتانوي سرتېري به له افغانستانه ووځي اويا دا چې دوی بايد هلته د افغان امنيتي ځواکونو د روزونکو په توګه خدمت ته دوام ورکړی.
په عين وخت کې دې ته اړتيا ده چې په دې فوري غور وکړي، چې که جګړه په اوسنۍ اندازه توده وي د انکشافي مرستو په وسيله د برياليتوب هيله شته او کنه ؟
انډیپنډنټ:
د بريتانيا بلې ورځپاڼې انډيپنډنټ بيا تر دې سرليک لاندې: "د افغانستان حقيقي قيمت" په تبصره کې ليکلي، په داسې وخت کې چې ناټو په کندهار کې لويې حملې ته تياري نيسي، د ناټو موتلفان مجبوره دي چې خپل لومړني هدفونه چې ولې افغانستان ته لاړل، په پام کې ونيسي .
افغانستان نه يوازې د ناټو لپاره يو ستراتيژيک لومړيتوب دی، بلکې که زيات نه وي د روسيې لپاره هم همدومره لومړيتوب لري.
د انډيپنډنټ ورځپاڼې له ليکنې سره سم په نوي يمه لسيزه کې افغانستان د نړيوالو تروريستانو داسې روزنځاي و، چې منفي نتيجې يې په نيويارک اومسکو کې احساس شوې. نو دا د ټولو په ګټه ده چې په هرځای کې چې ممکنه وي هلته د تروريزم پرضد وجنګېږي.
همداعلت دي چې روسيه په افغانستان کې د ناټو د ماموريت کلک ملاتړ کوي.
ورځپاڼې د دې ليکنې په وروستۍ برخه کې ليکلي، چې روسيه د ناټو ترهرغړي د افغانستان د بې ثباتۍ په خاطر په دې هيواد کې د مخدرو موادو له درکه زيات زيان کوي .
په روسيه کې دوه نيم مليونه انسانان په مخدرو موادو روږدي دي، چې اکثره يې د اتلس او۳۹ کلونو ترمنځ ځوانان دي نو دا خطر شته چې روسيه خپل يونسل له لاسه ورکړي.