د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د ننګرهار ولايتي شورا بيا احتجاج کړى


دننګرهار دولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا دحاجي دين محمد زوى کله چې ګل اغا شېرزي پر خلاف له خبريالانو سره غږېږي
دننګرهار دولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا دحاجي دين محمد زوى کله چې ګل اغا شېرزي پر خلاف له خبريالانو سره غږېږي

د ننګرهار ولايتي شورا د دغه ولايت د چارواکو پر ضد يو ځلي بيا ډګر ته راوتلې. دا شورا وايي: دوي د اداري فساد، د نا قانونه پيسو ټولونې او د خلکو د حقوقو د تامين په خاطر احتجاج کړى و او بالاخره ورسره ننګرهار والي ګل اغاشيرزي د دوى د غوښتنو د منلو خبره وکړه،

خو له څو اوونيو تېرېدو وروسته، والي خپلې ژمنې پوره کړي نه دي؛ ځکه نو دوى احتجاج کړى؛ خو د همدغه شورا ځينې غړو وويل:

د شورا غړي احتجاج صرف د خپلو شخصي ګټو لپاره کړى،د ننګرهار د ولايتي شورا رئيس نصرت الله ارسلا د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د ننګرهار ولايتي ادارې ددوى غوښتنې نه دي منلي؛ ځکه نو دوي غواړي په لاريونونو لاس پورې کړي.

ده وويل: د ولس ماده ايز پريکړه ليک والي ګل اغا شېرزي ومانه، خو په عمل کې يې هېڅ هم نه دي کړي.
دننګرهار دولايتي شورا وکيل ضابط امير محمد کله چې دولايتي شورا له پټو رازونونه پر ده پورته کوي


همغسې د تورخم په بندر کې له سوداګريزو مالونو نه د بيا رغونې په نوم نا قانونه ټکس ټولېږي، خو د لګېدو موارد يې نه ښودل کېږي، ځکه نو موږ اړ ېو خپل احتجاج ته دوام ورکړو، که والي بيا هم زموږ د غوښتنو پروا ونه کړه، نو د خپل ولس په ملتيا به لاريونونه پيل کړو.

په خپله ننګرهار والي ګل اغا شېرزى اوس مهال په جلال اباد کې نه دى موجود، دده مرستيال محمدعالم اسحاقزي وويل: د بيا رغونې په نامه پسې د کابل حکومت په سلا مشوره ټولېږي چې ولسمشر ترې خبر دى ده وړاندې وويل:

ولايتي شورا د دې پرځاى چې تاسې خبريالان درغواړي موږ ته دې راشي او زموږ د ژمنو پوښتنه دې وکړي. زموږ په ادارو کې که هر ډول ستونزه وي، موږ د شورا له غړيو سره هر ډول مرستې ته چمتو يو.

بل پلو د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر نورو غړو وويل، د شورا احتجاج قانوني جواز نه لري، ځکه چې دوى د شخصي ګټو لپاره چاپېر دي. د د دره نور ولسوالۍ د خلکو وکيل ضابط امير محمد ووويل:

د شورا نا راضه برخه يوازې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، دا هر غړى درې عرادې کروزين موټرې او درې عرادې پک اپ موټرې باډيګارډان ګرځوي، اول خو ولس بايد له موږ نه پوښتنه وکړي چې دا شورا ده او که ليواى چار زرهي دار، دشورا دا ناراضه غړي صرف د خپلو ګټو لپاره عامه امنيت خرابوي او دا د ولس په زيان دى.

ده وويل، همدا اوس دغه شورا له خپلو تقريبا نيمايي غړيو سره سلا مشوره نه ده کړې او د والي پرضد کنفرانسونه جوړوي.

د ننګرهار ولايتي ادارې او ولايتي شورا تر منځ دا کړکېچ له تېرو دوه نيمو مياشتو را هيسې روان دى، عام خلک فکر کوي که شورا د رغاونې چارې منظمې او د فساد مخه په کې ونيسي دا خو ښه کار دى، خو کله چې په خپله د شورا وکيلان د دوى د شخصي ګټو خبره کوي او همداسې وي، بيانو د خلکو ګټه په کې نه شته او هسې اړى ګړى پيداکول به يوازې د وکيلانو د ګټو لپاره وي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG