پوښتنه:
جنرال مارګينز په دې وروستيو كې داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې د پروان په زندان كې له زندانيانو سره غيرانساني او ناسم چلند كيږي په دې اړه ستاسو تبصره څه ده؟
ځواب:
زه پوهيږم، چې تاسوغواړې له دې زندان څخه ليدنه وكړئ او بيا به تاسو وويني چې د پروان په زندان كې له بنديانو سره غيرانساني چلند نه كيږي.
د سره صليب نړېواله كمېټه په منظمه توګه له دغه زندان څخه ليدنه كوي او دغه راز تر سلو زيات ځله نړېوالو ادارو د رسنيو د استازو په ګډون له دغه زندان څخه ليدنه كړې ده.
تردې زيات په دې برخه كې شفافيت نه شي راتلاى، په دې وروستيو كې يوه بندي چې له دغه زندان څخه خوشې شوى دى ده ويلي دي، چې په زندان كې ورسره سمه روېه شوې ده او ورته په درنښت كتل شوي دي او تل ورته د عبادت كولو لپاره وخت وركړل شوى دى.
يو بل بندي ويلي دي، چې ده په زندان كې قران شريف زده كړى دى، په دغه زندان كې چې له كومو روغتيايي خدماتو زه استفاده كوم له همدغو څخه يي بنديان هم كوي.
دا په دې معنې څه چې په راپورونو كې خپاره شوي دي په بشپړه توګه ناسم دي او موږغواړي دغه زندان په داسې توګه افغانانو ته وسپارو چې هغوي هم په دې وتوانيږي، چې په دغه زندان كې عالي معيارونه وساتي.
پوښتنه:
نو بيا ولې ځيني بنديان شكايت كوي، چې په دغه زندان كې له بنديانو سره سمه رويه نه كيږي؟
ځواب:
تاسو په دې اړه له چاسره غږېدلي ياست؟
پوښتنه:
په راپورونو كې ويل شوي دي، چې د پروان د زندان وضعه سمه نه ده؟
ځواب:
په هرصورت زما په اند داسې راپورونو او اوازو ته بايد غوږ ونه نيول شي، د هرې جمعې په ورځ په دې زندان كې غونډه كوو او د هر ناسم چلند د تور په اړه پلټنې كوو څو هرڅه په سمه توګه وڅارو.
پوښتنه:
ښايي تاسو ته به معلومه وي، چې په دې وروستيو كې د سره صليب نړېوالې كمېټې هم په خپل يوه راپور كې ويلي وه، چې د بګرام د هوايي ډگر په دننه كې يو پټ زندان وجود لري ايا تاسو دا راپورونه هم تاييدوي؟
ځواب:
زه په دې پوهيږم، چې دغه راپورونه د سره صليب د نړېوالې كمېټې له خوا نه دي خپاره شوي او دا د دې كمېټې پورې اړه نه لري.
له تاسوغواړم، چې يوځل بيا هغوي ته مراجعه وكړي، خو د بنديانو د ساتلو داسې يو شمېرنورو مركزونه شته دي چې په هغو كې هغه بنديان ساتل كيږي، چې د جګړو په ډګر نيول شوي وي، چې البته موږ دغه زندانونه نه افشا كوو او ښايي د سره صليب نړېوالې كمېټې هم همدو ته اشاره كړې وې، خو هغه څه چې غواړم وه يي واېم هغه دادي چې هم د سره صليب نړېواله كمېټه او هم افغان حكومت د دغو زندانونو په اړه معلومات لري او په دې مركزونو كې قانون هم پلي كيږي.
پوښتنه:
له كوم وخت څخه چې د افغان حكومت له خوا د پروان د زندانيانو د محاكمې خبره راپورته شوې ده تاسو څه فكر كوي، چې سږ كال به په كوم شمېردغه بنديان محاكمه شي؟
ځواب:
بلې دا مهال په دغه زندان كې تقريبا ۸۰۰ افغان بنديان ساتل كيږي او زه نه غواړم، چې په اټكلي ډول وه وايم چې په كوم شمېربه يي سږ كال محاكمه شي، خو هڅه كوو د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ هر يوه بندي ته دوسيه واچوو، څو د قاضيانو او څارنوالانو له خوا يي څيړنه وشي.
پوښتنه:
تاسو به په دې پوهيږې، چې د افغانستان پرعدلي اوقضايي سيستمونو باندې د فساد تورونه موجود دي.
نو زما وروستۍ پوښتنه داده، چې نو د شفافيت په برخ كې بايد څه وشي؟
ځواب:
تاسو دا پوښتنه له افغان چارواكو څخه دا پوښتنه وكړئ، زما دنده داده چې د افغانانو د ظرفيت په لوړولو كې مرسته وكړم، ځكه موږ دلته د دې لپاره پراته يو، څو له افغانانو سره مرسته وكړو څو د محاكمو او څارنوالۍ چارې په عادلانه توګه پر مخ بوځي او په دې برخه كې پرمختګ وكړي.