د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

په كابل كې د غوره امنيت په نامه د پوليسود عكسونو يو نندارتون پرانيستل شو


د پوليسو د فعاليت نندارتون په كابل كې پرانستل شو
د پوليسو د فعاليت نندارتون په كابل كې پرانستل شو

د افغانانو لپاره د قانون د حاكميت او غوره امنيت ترعنوان لاندې د پوليسو د فعاليتونو په هكله د عكسونو يو درې ورځېنى نندارتون په كابل كې پرانيستل شو. د كورنيو چارو وزارت او په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام موسسې خلكو ته د پوليسو په هكله د معلوماتو د وركولو لپاره د عكسونو دا نندارتون جوړ كړى، چې په هغې كې تر يوه حده د پوليسو فعاليتونه او لاسته راوړنې څرګنديږي.

د پوليسو له فعاليتونو سره د خلكو او په ځانګړې ډول د ماشومانو د اشنايي لپاره په كابل كې د انځورونو يو داسې نندارتون پرانيستل شوې، چې په كې د پوليسو فعاليتونه انځور شوي دي.

په دې نندارتون كې، چې د درېو ورځو لپاره به پرانيستې وي د پوليسو د فعاليتونو څه باندې ۹۰ انځورونه نندارې ته اېښودل شوي، چې په كې د اشيانې د ماشومانو هغه رساميانې هم ليدل كيږي، چې له خلكو سره د پوليسو چلند په كې انځور شوې.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت سرپرست جنرال منير منګل د سې شنبې په ورځ ، په داسې حال كې چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او د اشيانې د موسسې مسول هم ورسره ملګرى وو، د كابل په سرينا هوټل كې دغه نندارتون پرانيست.
د نندارتون یوه څنډه


جنرال منګل د پوليسو د روزنې او پياوړتيا لپاره د دوى د پروګرامونو په اړه د معلوماتو د وركولو تر څنګ وويل، چې د دغه نندارتون د پرانيستلو يو اساسي هدف دادې، چې خلك د پوليسو له كړو وړو سره په ښه توګه اشنا شي او د دوى ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي.

ښاغلي منګل د خپلو خبرو په دوام كې دا هم وويل، چې د پوليسو ليكو ته د ښځو جلبول د كورنيو چارو وزارت د كار په لومړيتوبونو كې وبلل.

نوموړي زياته كړه، چې اوس مهال ۸۰۰ ښځينه افسرانې او ساتنمنې د پوليسو په ليكه كې دنده لري، چې په پام كې ده دغه شمېره تر ۲۰۱۳ كاله ۵۰۰۰ تنو ته ورسيږي.

دغه نندارتون په داسې حال كې، پرانيستل كيږي چې د كورنيو چارو وزارت له پوليسو سره د خلكو د لا زياتو همكارېو د جلبولو لپاره له يو شمېر شوراګانو سره يي ځينې غونډې كړي دي.

خو دغه نندارتون د ملګرو ملتونو د پراختيايي پرواګرام او يو شمېر مرسته كوونكو هېوادونو په همكارى جوړ شوى دى.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال رابرت ويتكينس د دغه نندارتون د پرانيستنې پر مهال وويل، چې د دغو انځورونو په نندارې سره به خلكو او مرسته كوونكو هېوادونو ته دا ثابته شي، چې مرسته شوې پيسې په كومه لاره لګول كيږي:

"د دغه نندارتون هدف دا دى، چې له افغان دولت سره همكاري ثابته كړي او مرسته كوونكي هېوادونه او خلك په دې پوه شي او معلومات تر لاسه كړي، چې پوليسو ته مرسته شوې پيسې په كومه برخه كې لګول شوي دي."

يو شمېر كارپوهان په دې باور دي، چې د داسې نندارتونونو جوړول د پوليسو د فعاليتونو او لاسته راوړنو سربېره، د پوليسو مسلكي كېدلو او د پوليسو په ليكو كې د وړتياو د كچې د لوړوالي په اړه د خلكو ترمنځ يو ډول پوهاوې رامنځ ته كولاى شي او په دې امنيتي ارګان باندې د خلكو باور زياتولى شي، خو يو شمېر نور بيا په دې باور دي چې پوليسو ته دې له ماشومانو سره د چلند په هكله د زده كړې سربېره له نورو خلكو سره هم د چلند په هكله ځانګړې زده كړې وركړل شي.
XS
SM
MD
LG