محمد حنیف اتمر او امرالله صالح چې د ولسمشر کرزي په ادارې کې ډېر فعال او تکړه کسان وو، له انګلستان او د امریکا متحده ایالاتو سره یي ډېر نږدې او قوي اړیکې هم درلودل.
لویدیځ ډيپلوماتان په دې باور دي ، امرالله صالح یوه داسې استخباراتي اداره جوړه کړې چې د لویدیځ لپاره به ګرانه وي په سېمې کې بل داسې یو معتمد شریک پيدا کړاى شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: ددې دوو کسانو لېرې کول ښیې چې ولسمشر حامد کرزی د خپلې بقا او د قدرت د دوام لپاره نه د لویدیځو دوستانو او نه هم د حکومت د قوت خیال ساتي او په مجموع کې داسې پریکړې هم کوي، چې په اوږدې مودې کې ممکن د افغانستان د ملي ګټو په خلاف وي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان څیړونکي، هارون میر خبره راخیستې چې وایي، داسې بریښې چې ولسمشر کرزی له وضعې بې خبره دی.
افغانان داسې یو حکومت غواړي، چې کار په کې اهل کار ته وسپارل شي او خلک د لیاقت او اهلیت په معیار په دندو وګمارل شي، خو د اتمر او صالح په لېرې کولو سره چې داوړه تکړه کسان وو، ولسمشر کرزي د خلکو د غوښتنو په خلاف عمل وکړ.
نیویارک ټایمز لیکي: د دې کسانو په لېرې کولو سره دا اندېښنې هم پیدا شوي، چې ولسمشر کرزي په خپلو نږدې همکارانو هم بې باوره شوی.
په امریکایانو خو یي مخکې باور له لاسه ورکړی و او په دې هم ډاډمن نه دی، چې بهرنیان به یي په اوږدې مودې کې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ولسمشر کرزي دا اندېښنه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له هغې پریکړې سره تړاو لري، چې وایي، د ۲۰۱۱ کال د جولاى په میاشت کې به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو پیل وکړي.
بل دلیل یي دادی، چې د ولسمشر اوباما ادارې له ولسمشر کرزي سره سوړ چلند غوره کړی دی.
نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیرعلي احمد جلالي خبره هم راخیستي، چې وایي، د ولسمشر کرزي دا عمل د امریکا د تېر کال له ساړه چال چلند سره ارتباط لري.
همدې بې باورۍ ولسمشر کرزی اړ کړ، چې نور متحدین پیدا کړي. ده ایران او طالبانو ته مخ واړاوه.
دا دواړه قوتونه د امریکا د ګټو مخالف قوتونه دي، ولسمشر کرزی هڅه کوي چې د هېواد په داخل او بهر کې نوي دوستان او شبکې پیدا کړي او دا کار د دې لپاره کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې یي بقا ډاډمنه شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي: د تېر مارچ میاشت کې ولسمشر کرزي په ناټوهم حمله وکړه او لویدیځ هېوادونه یي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په لاس وهنو او درغلیو تورن کړل.
د ده له خبرو څخه داسې ښکاره شوه، چې ګوندې بهرنیان په افغانستان کې یرغلګر او متجاوزین دي.
لویدیځ ډيپلوماتان په دی باور دي، که څه هم چې دا تاوتریخوالی امریکا ته د ولسمشر کرزي د مې د میاشتې د سفر په مهال له منځه لاړخو بیا هم بې اعتمادي په خپل ځاى پاتې ده.
نیویارک ټایمز لیکي: ولسمشرکرزی د سولې د ملي مشورتي جرګې د پریکړو او وړاندیزونو په اساس د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ، خو د ولسمشر له دې پریکړې سره د هېواد په داخل کې اودغه را ز ناټو له خوا مخالفتونه هم روان دى.
دوی استدلال کوي، چې د طالبانو یو شمېربندیانو افغانان او ناټوعسکر وژلې دي.
ورځپاڼه لیکي: د اتمر او صالح استعفاوې خو په ظاهر کې د سولې په مشورتي جرګې باندې د توغندېو د ورېدو له امله وې خو د دې تر شاه دې دوو کسانو له ولسمشر کرزی سره په زیات شمېر مسلو کې اختلافات درلودل.
امرالله صالح چې زیات شمېر زندانونه یي تر واک لاندې وو او په ځینو مواردو کې، د بندیانو د نیولو په مهال یي خپل امنیتی کسان هم وژل شوي، د طالبانو د بندیانو په خوشې کولو راضي نه و.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي: ولسمشر کرزي د انتخاباتو په جریان کې د دوستم ، حاجي محمد محقق او کریم خلیلي ملاتړ تر لاسه کړی و، خو دا مهال دا پخواني جګړه ماران هم یو ډول ماڼیجن او ګیله من بریښي او د سولې په مشورتې جرګي کې دوستم او محقق ګډون نه و کړی.
د ورځپاڼې په باور، افغانان په مجموع کې له جګړه مارانو څخه کرکه لري.
ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې د ملاتړ په بدل کې جګړه مارانو ته د وزارتونو او جګو څوکیو وعدې ورکړې وې، خو دا وعدې پوره نه شوي او ولسي جرګې د ولسمشر د کابینې نومول شوي وزیران رد کړل.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تحلیل په وروستیو کرښو کې د ولسي جرګې د غړې شکریه بارکزۍ خبرې راخیستي چې وایي، موږ نه پوهیږو چې زموږ د حکومت برخه لیک به څه وي خو په خواشینۍ سره باید ووایو، چې د پرمختګ په ځاى په شا روان یو.