په جلال اباد کې د افغانستان د ملي پوځ د ګارنيزون قوماندان ډګروال عصمت الله ابراهيم خېل وويل:
دا د افغانستان د تاريخي دښمنانو د پاکستان د اى، اس، اى د تالي څټو کار دى دا په اصل کې کافردي، خو جامې يې د مسلمان اغوستي.
ده زياته كړه، د ائتلاف دوه تنه زخميان شوي يو ټانک يې سوزېدلى او روغتون ته وروړل شوي ملکي زخميان ډېر خطري نه دي.
ښاغلي ابراهيم خيل زياته كړه: دا په دې مانا نه ده چې ګنې امنيتي ځواکونه د امنيت په راوستو کې کمزوري دي، که موږ د هر فرد تالاشي واخلو همدا ولسي خلک به وي چې بيا به له موږ نه شکايت کوي اصلاً دا پردې افغان دښمنه عناصر دي چې زموږ ترقي زغملى نه شي.
عيني شاهدانو چې پېښه يې له نژدې ليدله ازادۍ راډيو ته وويل: که وسله وال واقعاً د بهرنيانو مخالف وي نو مخامخ دې ورسره وجنګېږي د ملکي خلکو په منځ کې دا ډول پېښې د عامو افغانانو په حقوقو سرا سر تېرى دى او افغان ولس به وسله وال مخالفين هېڅکله معاف نه کړي.
په چاودنه کې دغه راز د بهسودو د پله يوه څنډه هم زيانمنه شوې، په ننګرهار کې ائتلافي ځواکونو اول وار خبريالان د پېښې ځاى ته له نژدې ورپرېښودل او په ورتلو يې بنديز نه و.
بل لوري ته ائتلافي ځواکونو او د وسله والو طالبانو منابعو دواړو د پېښې په اړه رسمي جزيات په ډاګه کړي نه دي.
محمد داود وفا