د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۷

د سولې ملي مشورتي جرګې کمېټو د بحثونو نتیجې د جرګې رييس ته وړاندې کړل


د سولې ملي مشورتي جرګې یوه جرګه ګۍ
د سولې ملي مشورتي جرګې یوه جرګه ګۍ

د سولې د ملي مشورتي د جرګې په وروستي ورځ هم بېلابېل نظرونه د بېلابېلو كمېټو له خوا وركړل شول. د بګرام او ګواتانامو زندانونو څخه د زندانيانو خوشي كېدل او افغان دولت ته له همدغو زندانونو څخه خوشي كېدل، له نړيوال تور ليست څخه د افغان وسلوالو مخالفينو نومونو ويستل او دې ته ورته نور وړاندېزونه هغه وړانديزونه وو، چې د كمېټو له خوا مطرح شول.

د سولې د ملي مشورتي جرګې كمېټو، چې د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوې، د خپلو بحثونو نتايج د جرګې مشرتابه ته وړاندې كړل.

دې جرګې د خپلو بحثونو لپاره اته ويشت كاري كميټې جوړې كړې وې، څو په هيواد كې د سولې د ټينګښت او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره په منظم ډول بحث وكړي او خپل رپورټونه ترتيب او وړاندې يې كړي.

د وركړل شويو رپورټونو له مخې كه څه هم د هرې كمېټې رپوټ بېل جوړ شوى و، خو غوښتنې يې سره ورته وې.

د يوې كاري كميټې مشر ډاكټر عبيداله عبيد د خپلې كاري كميټې د رپورټ د وړاندې كولو په مهال د خپلې كميټې وړانديزونه داسې بيان كړل:

"هغه شرايط چې بايد د روغې جوړې په بهير كې په پام كې ونيول شي، په دې ډول دي: ۱- له وسلوالو مخالفينو سره خبرې بايد د تېرو اتو كلونو لاسته راوړنې ضايع نه شي او په خبرو كې د اساسي قانون ټول اختلافي مواد تر بحث لاندې راشي.

۲- عدالت د سولې قرباني نه شي.۳- د ښكيلو اړخونو له خوا هر ډول وړانديز د ملي ګټو او د اسلام په خلاف نه وي. ۴- د مذاكره كوونكو سياسي او ټولنيز حقوق وساتل شي.

له تور ليست څخه د افغان مخالفينو د نومونو ويستل او له ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي زندانونو څخه د هغو سياسي بنديانو خوشي كول او بښل چې افغانان دي."

د سولې په ملي مشورتي جرګه كې د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه او همداراز د نړيوالې ټولنې استازو ګډون كړى دى.

كه څه هم د جرګې د كاري كميټو غوښتنې او وړاندېزونه سره ورته وو، خو د يوې بلې كاري كميټې مشر شفيع نورستاني بيا ځينېو نورو ټكو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل:

"د افغانستان د روان بحران د حل واك بايد په خپله افغانانو ته وړكړاى شي، نړيواله ټولنه دې په ګاونډيو هيوادونو فشار راولي، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې لاس وهنه ونه كړي، له مخالفينو سره دې په خبرو كې بايد شرايط وړاندې نه شي، له ايران او پاكستان نه دې د افغان كډوالو د بيرته ستنولو شرايط برابر شي، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو حضور قانون منده شي او د هغوې د خپل سرو فعاليتونو مخه بايد ونيولې شي، د سولې د راوستلو لپاره ټولې هڅې بايد د قران اوسنت په اصولو ولاړې وې او له مخالفينو سره دې د افغانستان د دود او دستور په پام كې ساتلو سره خبرې وشي."

په افغانستان كې د سولې ملي مشورتي جرګه د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوه او ټاكل شوې، چې د جمعې په ورځ ناوخته د افغان ولسمشر په وينا سره پاى ته ورسيږي.

كه څه هم د جرګې وروستى پايلې نه دي اعلام شوي، خو يو شمېر افغان كارپوهان د جرګې په وړانديزونو انتقاد كوي او وايي، چې د جرګې پرېكړې به هيڅكله هم عملي بڼه غوره نه كړي.
XS
SM
MD
LG