په افغانستان كې د ګمركونو د بيارغونې او سمبالتيا په لړ كې په كابل كې نهه ګدامونه جوړ او د سې شنبې په ورځ ګټې اخيستې ته وسپارل شول.
دا نهه ګدامونه د امريكا په مالي مرسته د يواعشاريه دوه مليونو ډالرو په لګښت جوړ او بيارغول شوي دي.
په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتو سفير جنرال كارل ايكنبيري وويل، چې دوى هڅه كوي په راتلونكې كې هم د افغانستان د ګمركونو د بيارغونې او عصري كولو په برخه كې ورته مرستې وكړي.
جنرال ايكنبيري دې هېواد ته د غيرقانوني او بې كيفيته موادو او وسلو د راوړلو په مخنيوي كې د ګمركونو په اهميت ټينګاروكړ:
"د امريكا متحده ايالات د افغانستان له ګمركونو سره خپلو مرستوته دوام وركوي ترڅو په دې هېواد كې د ګمركونو سيسټم عصري، د ګمركونو ظرفيتونه لوړ او ډېر عوايد راټول شي.
امريكا په تېرو پنځو كلونو كې د ګمركونو په برخه كې څه باندې يوسلو پنځوس مليونه ډالره لګولي دي."
په همدې حال كې د افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال همايون حميدزاده د امريكا له كړيو مرستو څخه په مننې غوښتنه وكړه، چې د دې هېواد له ګمركونو سره بايد نړيوال خپلې مرستې لاډيرې كړي.
ښاغلي حميد زاده د كابل په ګمرك كې د دغو هنګرونو ياګدامونو جوړول د ښې حكومتدارۍ او دعوايدو د ډيروالي په برخه كې ګټوروبلل:
"د افغانستان په ګمركونو كې ځينې نور كارونه هم پاتې دي، چې بايد د افغان حكومت، په كابل كې د امريكا د سفارت او دغه راز د نورو نړيوالو ادارو له خوا ورته پاملرنه وشي."
د كابل ګمرك رييس صفي الله مشفق وايي، چې هرنوى جوړ شوى ګدام د شپږ سوه ټنه موادو ظرفيت لري او دا هنګرونه د موادو د څيړنې او زيرمه كولو لپاره بې سارى اقدام دى.
د ده په خبره لاهم د كابل په ګمرك كې ځينې هنګرونه يا ګدامونه شته چې چټكې بيارغونې ته اړتيا لري.
داسې انتقادونه شته چې وارداتي مواد او مالونه د افغانستان په ګمركونو كې ښه نه كنټروليږي او همدا د دې لامل ګرځيدلى چې غيرقانوني او بې كيفيته مواد دې هيواد ته راوړل شي.
په عين حال كې ځينې سوداګر وايي، چې په ګمركونو كې د پراخ فساد د موجوديت له امله د دوى فعاليتونه له خنډ سره مخامخ شوي دي.
خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې د دې وزارت په ټولو ادارو كې د اصلاحاتو د راوستو او له فساد سره د ټينګې مبارزې لپاره هڅې دوام لري او په دې برخه كې مهم كارونه هم شوي دي.