د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

سېډویل: د سولې ملي مشورتي جرګه د جګړو د ختمولو لپاره مهم فرصت دی


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی مارک سېډویل
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی مارک سېډویل

د ناټو چارواکي وايي، چې د سولې مشورتي جرګه په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ځانګړی اهمیت لري. په پام کې ده چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د قومي مشرانو او مخورو په ګډون دا جرګه د چارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي. افغان چارواکي هیله من دي، چې په دې ستره غونډه کې به د دولت له وسله والو مخالفینو سره د روغې پر طرح کار وشي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی مارک سېډویل پرون وویل، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې جوړېدل، په افغانستان کې د سولې د راوستو او د څو لسیزو جګړو د ختمولو لپاره ډېر مهم فرصت دی.

په پام کې ده په دې ستره غونډه کې چې د چارشنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې جوړېږي، د افغانستان د بېلابېلو سیمو او بېلابېلو قومونو مشران برخه واخلي او د ولسمشرحامد کرزي پر هغه پلان بحث وکړي، چې غواړي د طالبانو له ځینو ډلو سره روغه وکړي.

افغان ولسمشر له هغو طالبانو سره چې عقیدوي جنګیالي نه دي او په ځینو نورو دلایلو یې وسله اخیستې ده، د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ او په دې ترڅ کې وزګارو ځوانانو ته د کار موندلو په مقصد د نړیوالې ټولنې مالي ژمنې هم ترلاسه کړې دي.

د ناټو ملکي استازي مارک سېډویل وویل، چې نړیواله ټولنه د دې جرګې د جوړولو په برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ کوي:

"دا د افغانستان لپاره یوه ډېره مهمه اوونۍ ده. دا هغه فرصت دی چې د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ او د ناټو او ایسف بشپړ ملاتړ ورسره ملګری دی."

د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې د سولې ملي مشورتي جرګه په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره یو ډېر مهم عنصر دی.
د افغانستان لپاره د ناټو عمومي قومندان جنرال مک کرېستل او د ناټو ملکی استازی مارک سېډوېل

"دا د دې هېواد لپاره یو مهم فرصت دی، چې د ټول افغانستان خلک او د هغو استازي سره راغونډ کړي او د راتلونکې لپاره استقامت او له امنیته نیولې ترسالمې ادارې، پرمختګ، پخلاینې او سیاسي حل پورې د راتلونکو اجرااتو لپاره چې ټول افغانان یې غوښتونکي دي، یوه ملي اجماع او مشترک نظر رامینځ ته کړي."

ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال په هغه مناظره کې چې ازادي راډیو د مهمو کاندیدانو په ګډون جوړه کړې وه، ژمنه وکړه چې د سولې جرګه به د ده د اجرااتو د اجندا په سر کې وي.

ښاغلي کرزي پرله پسې ټینګار کړی، چې نه غواړي له القاعده ډلې سره خبرې وکړي. طالبانو هم د سولې په خبرو اترو کې د ګډون وړاندیز رد کړی دی.

افغان چارواکي وايي، چې د سولې په مشورتي جرګه کې یې د طالبانو مشرانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې، خو که چېرته دوی لېوال وي، نو حکومت به یې د ګډون مخه ونه نیسي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل هم پرون سوله ییز ژوند ته د وسله والو طالبانو د ستنېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي مک کرېسټل چې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې له پوځي عملیاتو سره باید سیاسي پرمختګ هم ملګری وي.
XS
SM
MD
LG