د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۸

کرېسټل: برګ مټال به بېرته له مخالفینو نیسو


جنرال مک کرېسټل وايي: هڅه کوو چې افغانستان ته د مخالفینو تګ راتګ محدود کړو
جنرال مک کرېسټل وايي: هڅه کوو چې افغانستان ته د مخالفینو تګ راتګ محدود کړو

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال مک کرېسټل د ازادي راډیو له خبریال مجاهد جواد سره په نورستان کې د برګ مټال ولسوالۍ د سقوط، په کندهار ولایت کې د پلان شوي چاڼیز عملیاتو او په هېواد کې د بهرنیو ځواکو له خوا د عامه وګړو د وژل کېدو په اړه ځانګړې مرکه کړې، چې تاسو یې دلته هم لوستی او اورېدلی شئ.

پوښتنه: لومړی ډېره مننه چې ازادي راډيو ته مو د مركې لپاره وخت وركړ، زما لومړۍ پوښتنه دا ده، څرنګه چې تاسو ته هم معلومه ده د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پريوتې ده، د دې دلايل څه وو؟

ځواب: زه فكر كوم، چې په دغې سيمه كې مخالفينو يوشمېر جنګيالي له لاسه وركړل او زه فكر كوم، چې دا ډيره مهمه ده چې د افغانستان حكومت د نړيوالو ځواكونو په ملاتړ په ګډه كار وكړي، چې په ټول هېواد كې هر افغان خوندي كړي او موږ په دې برخه كې كار كوو.

پوښتنه: زما پوښتنه دا وه، چې برګ مټال ولې سقوط وكړ، ولې او څنګه طالبانو دغه ولسوالۍ ونيوله؟

ځواب: كله چې مخالفين په يوې سيمه كې ګډوډي جوړوي نو په يوې ځانګړې برخه كې خپل جګړيز ځواك راټولوي او تاسو پوهيږی، چې موږ د نورو سيمو د امنيت د تامين مسوليت هم لرو او زه ډاډه يم چې برګ مټال به هم د مخالفينو په لاس كې پاتې نه شي.

پوښتنه: په هرصورت تاسو ته به معلومه وي، چې محلي چارواكو ويلي وو، چې په دغې جګړه كې په سوونو بهرنيو طالبانو هم له افغاني طالبانو سره مرسته كړې، ولې د ناټو ځواكونه هڅه نه كوي چې له پاكستان څخه د مخالفينو د راتګ مخنيوی وكړي؟

ځواب: موږ له خپلو افغاني شريكانو او دغه راز د پاكستان له حكومت سره په ګډه كار كوو، چې د مخالفينو دغه راتګ محدود كړو او د پولې په اوږدو كې كه په هرځای كې وي د مخالفينو اوښتل راوښتل محدود كړو.

پوښتنه: محلي چارواكو دا هم ويلي وو، چې دوی په وار وار د نورو سرتيرو او ځواك غوښتنه وكړه، خو نه هم د مركزي حكومت چارواكو او نه هم ورسره د ناټو له خوا د تازه نفس سرتيرو په ورليږلو كې په وخت سره مرسته شوې ده. يعنې تاسو ولې په دې برخه كې مرسته نه ده كړې؟

ځواب: موږ د ټول هيواد په كچه له افغان ځواكونو سره په ګډه كار كوو، هوايي بريدونه مو كړي، تازه مواد مو ورليږلي او موږ په راتلونكو ورځو كې هم د افغانستان د كورنيو او د دفاع له وزارتونو سره په ګډه خپلو كړنو ته دوام وركړو.
د عامه وګړو د تلفاتو موضوع ما ته ډېر اهمیت لري او زه د هر افغان په مړينه په ژوره توګه متاثره كيږم


پوښتنه: نو كه داسې وي ايا د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو كوم پلان شته؟ كه وي نو كله او ناټو به څه ډول مرسته وكړي؟

ځواب: بې له شكه چې موږ به د راتلونكو پوځي پلانونو په اړه خبري ونه كړو ځكه دا ډېر حساس وي، خو دومره ويلی شم، چې د افغانانو په ژغورنه كې زموږ ګډ فعاليت رښتوني دي.

پوښتنه: تاسو ته به معلومه وي، چې په دې وروستيو كې طالبانو د هېواد په كچه عمليات پيل كړي دي او تر هغې را وروسته د زياتو بريدونو شاهدان هم يو، نو فكر نه كوئ دغه بريدونه به ستاسو او د افغان حكومت په وړاندې په راروان اوړي كې ستر ګواښ متوجه كړي؟

ځواب: زه فكر كوم چې دوی غټه ستونزه د افغانستان خلكو لپاره جوړه كړې ده او زه فكر كوم، چې افغانان كه په هرځای كې وي، يوالي ته اړتيا لري څو د مخالفينو د بريدونو لكه د ځان وژونكو حملو، تبعه شويو چاودنو او داسې نورو مخنيوی وكړي ځكه اكثرا قربانيان يې ملكي وګړي وي.

پوښتنه: په رسنيو كې داسې راپورونه هم شته، چې د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د ممكنه پوځي فشار له ويرې په سوونو طالبان او د القاعده شبكې غړي جنوبي وزيرستان او حتی افغانستان ته راوښتي دي، په دې اړه ستاسو معلومات څه دي؟

ځواب: د دغو ځانګړو راپورونو په اړه زه نه پوهيږو، د القاعده شبكې او نورو ترهګرو ډلو مختلف خوځښتونه شته دي او موږ هڅه كوو چې مخنيوی يې وكړو.

پوښتنه: د تيرو څو مياشتو راهيسې د كندهار د عملياتو په اړه زيات راپورونه خپريږي خو عملا تر اوسه پورې هېڅ هم نشته په دې برخه كې وروستی پرمختګ څه دی او دغه عمليات به په دقيقا توګه كله پيليږي؟

ځواب: په حقيقت كې يوشمېر كارونه پيل شوي دي خو خلك يواځې جګړيزو عملياتو ته ګوري، په كندهار كې مو له ملي پوليسو سره خپل شراكت زيات كړی دی، د كندهار د ښار په اطراف كې مو له افغان ځواكونو سره په ګډه امنيتي كړۍ ټينګه كړې ده او دغه راز د افغانستان د ملي اردو او د نړيوالو ځواكونو فعاليتونه هم د دغه ولايت په ولسواليو او د ښار په چار چاپيره كې زياتوو، نو ځكه ويلي شم چې دا يوه پېښه نه بلكې يوه لړۍ ده، چې مياشتې په ونيسي او د دغه ځای امنيت به په دوامداره توګه د هرې ورځې په تيرېدو سره غوره شي.

پوښتنه: مننه فقط يوه بله پوښتنه او هغه دا ده، چې ستاسو په عملياتو كې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اوس هم خلك ډېره زياته اندښنه لري او ستاسو دفتر ويلي دي، چې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخينوي په برخه كې تاسو يوشمېر نوي لارې چارې سنجولي دي، څومره ډاډه ياست چې دا به مثبتې پايلې ولري؟

ځواب: هو دغه نوي تدابير به هرومرو نتجه وركړي، ځكه تاسو پوهيږی چې د ملكي تلفاتو موضوع څومره ماته اهميت لري، د هر افغان په مړينه باندې زه په ژوره توګه متاثره كيږم، خو د افغانانو په ژغورنه كې تر ټولو مهم هغه څه چې موږ يې كولای شو هغه دا دی چې مخالفينو ته ماتې وركړو ځكه هغوی ملكي خلك وژني، نو موږ به له خپلو افغان شريكانو سره ټول هغه څه وكړو، چې پرې ملكي خلك له مرګ ژوبلې څخه بچ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG