اراده:
اراده ورځپاڼه په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړېدو د نيټې نږدې كيدو ته په پام په غټو ټكو كې ليكلي چې خلك د دې جرګې مثبتو نتايجوته په تمه دي.
د مقالې ليكونكي د دې جرګې جوړېدل په افغانستان كې دروانوستونزو اوشخړو د حل لپاره ښه فرصت بللى او ويلي يې دي، چې بايد ورڅخه ډيره ګټه پورته شي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو زياتوالي ته هم اشاره كړې او ليكلي يې دي، چې په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو زياتيدل نه شى كولاى شته ستونزو ته د حل لار ومومي.
د مقالې ليكوال ليكلي چې بايد د روانو شخړو او ستونزو د حل لپاره بايد سياسي لارې چارې ولټول شي او په هيواد كې اقتصادي مسايلو ته ډيره پاملرنه وشي.
انیس:
انيس دولتي ورځپاڼې د خپل نن ورځې د ګڼې په سرمقالې كې په افغانستان كې د سولې هلوځلو ته اشاره كړې او ليكي چې مخالفې جبهې د سولې ملي مشورتې جرګه تحريم كړي په داسې حال كې چې بايد د دې جرګې مثبتو پايلواو د خلكو هيلو ته ډيره پاملرنه وشي.
دې ورځپاڼې په عين حال كې په هېواد روانوجګړو ته هم ګوته نيولې او ليكلي يې دي، چې د دولت وسله والومخالفينو په داسې حال كې چې د سولې هلې ځلې روانې دي په ځينو سيمو كې خپلې حملې زياتې كړي دي.
د مقالې ليكونكي ليكلي چې په نورستان ولايت په ځانګړي توګه په برګ مټال ولسوالۍ كې خلك د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې دريدلي او د مولانا فضل الله په مشرۍ يې طالبان نه دي پريښې چې د دوى سيمو ته ورشي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه مخالف ليد لورى وړاندې كړى او دا جرګه يې سرله اوسه بې نتيجې ارزيابې كړې، ورځپاڼې ليكلي چې د دې جرګې جوړول د پيسو بي ځايه لګول دي.
ملي ارمان د ولسې جرګې او حكومت ترمنځ ولاړې شوې ستونزې ته هم اشاره كړې او ليكلي يي دي چې د ولسې جرګې يوشمير غړو د جمهور رييس له خوا د ټاكلي پلاوي له غړو سره ليدلي او د كابينې د پاتې وزيرانو د معرفي كولو پرسريې ورسره خبرې كړي.
ورځپاڼې د ولسې جرګې د غړي نورالحق علومي له قوله ليكلي چې ولسمشر كرزى بايد په خپله د ولسې جرګې په غونډه كې برخه واخلي او د خلكو د وكيلانو قناعت ترلاسه كړي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په افغانستان كې اداري فساد په وړاندې د مبارزې په اړتيا تبصره كړې او په هيواد كې يې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د امريكا د جدي چلند په اړه ليكنه خپره كړې.
د مقالې ليكوال ليكلي چې دا مهال افغان دولت له نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دى او له اداري فساد سره د مبارزې مسالې ته كمه پاملرنه كيږي.
دې ورځپاڼې ليكلي چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه بايد په ټول توان پرمخ ولاړه شي ترڅو د دې ناوړې پديدې لمن له دې هېواد څخه ټوله شي.
ورځپانې په ميدان وردكو ولايت كې د كوچيانو او هزارو ترمنځ نښتوته هم اشاره كړې او ليكي چې دا موضوع د سولې د ملي مشورتي جرګې په وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ده.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې هم د سولې د جرګې او په هيواد كې د ثبات د ټينګښت په مسالې تبصره كړې.
د مقالې ليكوال ليكلي چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده خو د ډاكټر عبدالله د ايتلاف له خوا د دې جرګې د تحريم مسالې ته یې هم اشاره كړې.
دې ورځپاڼې په بل ځاى كې د سولې د ملي مشورتې جرګې جوړېدو ته اشاره كړې او ليكي چې د دې جرګې جوړېدل په هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره خلكو ته د يوه ښه فرصت وركول دي.
ورځپاڼې د سولې د ملي مشورتې جرګې د تداركاتو د كميسيون د مشر ډاكټرفاروق وردك څرګندونې هم را اخيستې چې ويلي يې دي، دوى تمه لري چې پاكستان هم د سولې په برخه كې له افغانستان سره مرسته وكړي.