د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

پښتون: په افغانستان کې لوړې ودانۍ معیاري نه ډي


په ساختماني او تخنيكي چارو كې د جمهور رييس حامد كرزي مشاور انجينير يوسف پښتون
په ساختماني او تخنيكي چارو كې د جمهور رييس حامد كرزي مشاور انجينير يوسف پښتون

د افغانستان د ساختماني شركتونو اتحاديې، د دوى پنځمه كلنۍ غونډه جوړه كړه په دې غونډه كې، په هېواد كې د سلګونو ساختمانى شركتونو ريیسانو ګډون كړى و. په غونډه كې وويل شول، چې په وروستيو اتو كلونو كې په ساختماني چارو كې ډېر كارونه ترسره شوي دي، خو د كيفيت، تخنيك او مسلك له پلوه سل په سلو كې د قناعت وړنه دي.

سره له دې چې په وروستيو اتو كلونو كې د هېواد په ډېرو سيمو كې ساختماني چارې په چټګۍ سر ه پرمخ روانې دي، خو ويل كيږي، چې دا چارې له معيارونو سره سمې نه ترسره كيږي.

په غونډه كې د بېلابېلو ساختماني شركتونو مسوولينو ومنله، چې د دې چارو ظرفيتونه اوس هم ټيټ دي او بې كيفيته مواد په كې كاريږي.

د افغانستان د ساختماني شركتونو د اتحاديي رييس محمد نعيم ياسين، چې د پنجشنبې په ورځ يې د دې شركتونو د اتحاديې په پنځمه كلنۍ غونډه كې څرګندونې كولې، له دولت څخه يې هيله وكړه، چې د دې ستونزې هواري ته دې، له خصوصي سكتورسره ډېره مرسته وكړي:

"په دې برخه كې د دولت همكاري ضروري ده، چې د موادو كيفيت وڅاري او موږ هم په دې چارو كې له ځانه سره مل كړي، ستونزې شته خو د ځينو ستونزو حل دولت پورې اړه لري."

د ساختماني شركتونو مسوولينو داهم وويل، چې د ماليې وزارت ور څخه د پروژې د كار له پيل څخه دمخه دوه فيصده او د كال په پاى كې ورڅخه شل فيصده ټكس اخلي. دوى د كار له پيل څخه د مخه په ټكس اخيستلو يولړ اعتراضونه وكړل اوهيله يې وښوده، چې د ماليې وزارت دې ورسره په دې برخه كې نرم چلند وكړي.

د ساختماني شركتونو رييسانو وويل، د چارو د ښه پرمختګ لپاره په كار ده چې د هرشركت چارې په جدي توګه وڅارل شي. د اريانا تمدن د شركت رييس انجينير اسداله ازادي راډيو ته وويل:

"زه د كنټرول ډېر پلوي يم. بايد د هرشركت كار وڅارل شي.
او دولت ورته له هېواده بهر اسانيتاوې برابرې كړي."

په ساختماني او تخنيكي چارو كې د جمهور رييس حامد كرزي مشاور انجينير يوسف پښتون، د دې چارو د نيمګړتياو د ليرې كولو په مقصد د خصوصي سكتور او دولت ترمنځ په هم اهنګى ټينګاروكړ:

"لويه ستونزه د ظرفيتونو ټيټوالى دى. دولت او خصوصي سكتور بايد د ستونزو حل ته يو له بل سره جدي همكاري وكړي او پرې نه ږدي، چې د ستونزو له امله د كار په كيفيت كې خرابوالى راشي."

په افغانستان كې د ساختماني شركتونو اتحاديه په دوه زره څلورم ميلادي كال كې جوړه شوې، چې د كورنيو او بهرنيو شركتونو شمېر يې څه باندې يوزرو څلور سوو ته رسيږي، خو چارواكي وايي چې په دوی كې كابو درې د كار د كيفيت او كميت له پلوه له نورو څخه مخكې دي.

په غونډه كې وويل شول، ځينې داسې كورني ساختماني شركتونه هم شته، چې د بهرنيانو له مرستې پرته يې كابو دوه سوه ميليونه ډالره پانګه اچولې ده او كارونه يې هم ښه دي.

د ساختماني شركتونو چارواكو دا هم وويل، چې د لويو تړونونو په ترلاسه كولو كې اوس هم فساد او رشوت لوى لاس لري.
XS
SM
MD
LG