د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

قرغیزستان کې لا هم ناکرارۍ روانې دي


د قرغیزستان د جلالاباد ښار د مظاهرو یوه څنډه
د قرغیزستان د جلالاباد ښار د مظاهرو یوه څنډه

د قرغیزستان په جنوبي ښار جلال اباد کې د پنجشنبې په ورځ زرګونه کسان راغونډ شول او د هیواد د موقت حکومت مسولان يې په دغه سیمه کې د دښمنۍ په راپارولو تورن کړل.

د ازادۍ راډیو دخبریال د راپور له مخې شاوخوا پینځه زره کسانو دغلته مظاهره وکړه او د جلال اباد والي بختیار اسانوف چې غوښتل يې له مظاهره کونکو سره خبرې وکړي وواهه.

د قرغیزستان په جنوب کې دا مظاهره د هغې خونړۍ تاوتریخوالي په دوام کې شوې چې د چهارشنبې په ورځ پیل شو او یو شمیر کسان په کې مړه او ژوبل شول.

راغونډو شوو کسانو ټینګار کوه چې دوی د لرې کړای شوي ولسمشر کرمان بیګ باقیف پلویان نه دي بلکې د سیمې د ازبکانو د مشر باتیروف د نیولو غوښتنه کوي چې ددوی په وینا د سیمې د خلکو تر منځ دښمني خپروي.

له کله نه چې پخوانۍ ولسمشرکرمان بیګ باقیف د خونړیو مظاهرو په نتیجه کې له واکه لرې کړای شوی د قرغیزستان په جنوب کې تاوتریخوالي او ناکراریو زور اخیستی دی.

بل لور ته د قرغیزستان د موقت حکومت مرستیال عمربیګ تیکیبایوف خبریالانو ته وویل چې د یوه فرمان له مخې د موقت حکومت مشره روزا اوتنبایوا د ۲۰۱۱میلادي کال د ډیسمبر تر پای پورې د هیواد د سرپر ستې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده.

هغه وویل د ولسمشرۍ انتخابات به چې د مخکیني اعلان پر اساس باید په راتلونکې اکتوبر میاشت کې شوي وای د ولسمشرۍ د موقتې دورې په پای کې ترسره شي.

(( د جمهوري ریاست انتخابات به د ولسمشرۍ د موقتې دورې له پای ته رسیدو دوه میاشتې دمخه ترسره شي.))

په یوه بل پرمختک کې ټاکل شوې ده چې موقت حکومت به ډیر ژر د قرغیزستان د نوي اساسي قانونو مسوده هم وړاندې کړي.

بل خواته بیا قزاقستان له قرغیزستان سره خپلې پولې چې په دغه هیواد کې يې د شخړو له پاریدو وروسته تړلې وې بیا پرانستي دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد يې هر ممکنه هڅه کړې څو په قرغیزستان کې پورته شوې سیاسي شخړه هواره شي.
XS
SM
MD
LG