د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

سور صلیب: افغانستان کې بشري وضعیت پرمختګ نه دی کړی


د نړیوال سره صلیب د کمیټې مشر جاکوب کیلنبرګر پرون په جنیوا کې وویل، چی موږ د افغانستان په بشري وضعیت او خصوصاً د هېواد په جنوب کې کوم پرمختګ نه وینو او دا به معقول نه وي، چې خپل فعالیتونه په افغانستان کی کم کړو. نوموړي دې ته اشاره وکړه، چې په سیمه کې بشري زیارونو او انسانی مرستو ته زیات ضرورت دی.

د نړیوال سره صلیب د کمیټې مشر زیاته کړه، چې (ICRC) یواځنی سازمان دی، چې له تېرو درې ویشتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په دې موده کې یی هیڅ کله هم افغانستان نه دی پریښی.

ده څرګنده کړه، چې د نړیوال سره صلیب کمیټه حتی په هغو سیمو کې هم فعالیت کوي، چې د طالبانو د نفوذ لاندې دي.

د نړیوال سره صلیب د کمیټې مشر دغه خبرې د خپل کلني رپوټ د وړاندې کولو پر مهال د نړۍ د هغو سیمو د خلکو د ستونزو د بیانولو په ترځ کې وکړې، چې له اوږدی مودی شخړو او جګړو له امله زیانمن شوي.

په افغانستان کې د زورزیاتي پیښې په روستیو دوو اوونیو کې زیاتې شوي دي.

وسله والو مخالفینو د سې شنبې په ورځ په کابل د بهرنیو ځواکونو په یوکاروان انتحاري برید وکړ، چې په نتیجه کې شپږ بهرني عسکر او دولس ولسي خلک مړه شول او د چهارشنبې په ورځ وسله والو مخالفینو د بګرام په هوایي اډې برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه اوه وسله وال مخالفین او یو بهرنی عسکر مړه شول.
XS
SM
MD
LG