د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

چهارشنبې د غويي ۱۹مه


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو په كابل كې د دارلامان ځان مرګي بريد ته او همدارنګه د كرزي پرونى ويناو ته ځانګړې كړې،چې حميد مومند ترې لاندينى مطلب راچاڼ كړې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې امريكا ته د دوى سفر د ملي حاكميت د تثبيت لپاره مهم وو.

ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې د دې سفر په مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه بنسټونه لا ټينګ شول، چې په تېرو كلونو كې رامنځ ته شوي وو.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې د هواري لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د دولتي پلاوي د پريكړې له مخې دواړه خواوې سر له ننه اوربند كوي او د جرګې پريكړې عملي كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په روانې لانجې بحث كړې او په دې ترڅ كې د ځينو دولتي كړېو په چلند انتقاد كړې او هغه يي مغرضانه بللې دې.

هېواد:


دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د كابل ښار په لويديځ كې شوې ځان وژونكې حملې ته په اشارې سپارښتنه كړې، چې د افغانستان د ښارونو امنيتي سيسټم بايد غښتلې شي.

ورځپاڼې په دوام كې امنيتي ادارو نه غوښتي دي، چې د ښارونو د امنيت په برخه كې شته نيمګړتياوي بايد جوتې او هغه وغړوي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ لانجې بحث كړې خو ليكلي، چې دا يوه حقوقي ستونزه ده، چې بايد د قضايي څانګو له خوا حل شي نه د سياسي ادارو له خوا.

په ورځپاڼه كې امريكا او بريتانيي ته د ولسمشر كرزي په سفر او شوېو خبرو يي بحث كړې او د هغې پايلې يي څيړلي دي.

راه نجات:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د سولې د روانو هڅو په اړه د امريكا دريځ ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې د ولسمشر كرزي په حواله ليكلي، چې د ملي پخلاينې د بهير په اړه د امريكا اندېښنې تر ډيره هوارې شوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د كابل د تېرې ورځې حملې ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګولو لپاره پوځي هڅو كومه نتيجه نه ده وركړې او اوس په كار ده، چې نوې لارې ولټولې شي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په روانې لانجې بحث كړې او په دې ترڅ كې د ځينو كړېو دا نظر راخيستې، چې كه دولت وغواړي كولې شي دا ستونزه هواره كړي.

باختر:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په چين كې د افغان سوداګرو په وړاندې په رامنځ ته شوېو محدوديتونو بحث كړې او ليكلي، چې له كابله د اخلاقي فساد په تور د يو شمېر چينايي وګړو له ويستلو وروسته چين هم په ورته اقدام لاس پورې كړې.

ورځپاڼې په دوام كې په كابل كې د چين د سفير په حواله ليكلي، چې دا ستونزه به ډير ژر هواره شي.

دې ورځپاڼې بيا په كابل كې د امنيتي ادارو په تدابيرو بحث كړې او پرونۍ حملې ته په اشارې ليكلي، چې كابل هيڅ كله هم د امن په زانګو نه شي بدليدلې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې پرونۍ حمله په روان كال كې ترټولو خونړۍ بللې او په دې موضوع يي بحث كړې، چې دا ډول حملې د چا كار دې.؟

خو اصلاح بيا ليكلي، چې د كوچيانو او هزاره ګانو ستونزه بايد د اسنادو، قانوني مداركو او ځايي تعاملاتو پر بنسټ حل شي.

ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل نننۍ ګڼې زياتره مطالب د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ روانې لانجې ته ځانګړې كړي او ليكلي، چې دا ستونزه بايد د ملت په چوكاټ كې حل شي نه د قوم په چوكاټ كې.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغان ولسمشر په حواله ليكلي، چې څرځايونه بايد كوچيانو ته وركړاى شي.

په ورځپاڼه كې د پامير د هوايي ليكي د پرې وتلې الوتكې د موندلو لپاره د روانو هڅو پاتې راتلو ته په اشارې د پېښې د قربانيانو د وارثينو دا خبردارې راخيستل شوې كه په دې برخه كې جدي هڅې ونه شي نو دوى به د سالنګ لويه لاره بنده كړي.
XS
SM
MD
LG