د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ناټو:په باګرام هوايي ډګر د وسلوالو بريد په شا تمبول شوی


د باګرام هوايي ډګر
د باګرام هوايي ډګر
ناټو وويل، چې نن په باګرام کې د امريکايي ځواکونو پر اډې د وسله والو طالبانو په بريد کې اوه تنه بريد کوونکي وژل شوي او څلور امريکايي پوځيان ژوبل شوي دي.

له باګرام څخه د ازادۍ راډيو د خبريال له راپور سره سم يو شمېر وسله والو طالبانو نن سهار وختي د باګرام هوايي اډې پر دروازې بريد وکړ اوهڅه يي وکړه، چې د باګرام اډې ته ننوځي.

خو په باګرام كې د ايتلافي ځواكونو يوې وياندې تورنې ويرجينيا بيا نن شاوخوا لس بجې ازادۍ راډيو ته وويل، چې نښته اوس هم روانه ده او ایتلافي ځواكونو وسلوال په يوې سيمه كې ايسار كړي دي.

ميرمن ويرجينيا په دې بريد كې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وويل:

"نن سهار د باګرام په هوايي اډې د وسلوالو په بريد كې څو تنه وسلوال وژل شوي دي، حمله كې زموږ يو څو سرتېري هم ټپيان شوي.

زموږ ځواكونه دې حملې ته په چټكۍ سره ځواب وايي. دا حمله نن سهار وختي پيل شوه، چې په هغې كې له سپكو او درنو وسلو نه كار اخيستل كيږي، خو د اوس لپاره يوازې د سپكو وسلو ډزې روانې دي."

میرمن ویرجینیا وویل، چې دې حملې ته يوازې امريكايي ځواكونه ځواب وايي او په هغې كې نورو سرتیرو مداخله نه ده كړې.

د باګرام د هوايي اډې ويندوی ډګروال کلارينس کونټس وويل، چې دوي تل پرخپلې اډې د دا ډول بريدو په وړاندې تيارۍ لري.

هغه وويل، د نن سهار بريد ته هم د دوي ځواب ډېر چټک وو، چې د په اړه به يي نور جزیيات وروسته خپاره شي.

بل خوا د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلوم ځاى نه په ټيليفون ازادۍ راډيو ته وويل، چې په بريد كې شلو كسانو برخه اخيستې وه، چې اوه تنه يي له منځه تلي او نور په تيښته بريالي شوي دي.
XS
SM
MD
LG