د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

کلینټڼ:د افغان حكومت او د طالبانو په روغه كې بايد د ښځوحقوق زيانمن نه شي


هيلري:د ښځو حقوق باید له طالبانو سره د روغې قرباني نه شي
هيلري:د ښځو حقوق باید له طالبانو سره د روغې قرباني نه شي

د امریکا بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ هرډول روغې کې باید د ښځوحقوق زیانمن نه شي. میرمن کلینټن پرون دا خبره له هغو ښځینه افغاني وزیرانو سره په واشنګټن کې د لیدلو په مهال وکړه،چې په ترڅ كې يي د تعليم او اقتصاد په برخه كې د افغانو ښځو سره د مرستې ژمنه هم وكړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هيلري كلينټن وویل، د ښځو حقوق باید له طالبانو سره د روغې قرباني نه شي.

میرمن کلينټن د افغاني ښځینه وزیرانو پلاوي ته وویل، چې موږ تاسو یواځې نه پریږدو او تل به درسره ولاړ یو.

هغې زیاته کړه، چې دا ډیره مهمه ده چې د ښځوحقوق او چانسونه باید له وسله والو طالبانو سره د روغې قربانی اوپایمال نه شي.

میرمن کلينټن په افغانستان کې د ښځود حقوقو په اړه دا خبره په داسې مهال کوي، چې ځیني اندېښنه لري چې د ښځوهغه حقوق او
میرمن کلينټن: هغه وسله وال مخالفین چې له جنګ لاس اخلي باید د ښځو د حقوقو درناوی وکړي.
چانسونه چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته یې په تېرو نهو کلونو کې تر لاسه کړي امکان لري له طالبانو سره د روغې په نتیجه کې زیانمن شي.

داسوشیټد پرس خبري اژانس رپوټ زیاتوي، چې واشنګټن ته د افغانستان ولسمشر اوملګري پلاوي د سفر یومقصد هم دادی چې د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو لپاره د خپل پلان په هکله د امریکایي مشرانو قناعت حاصل کړي.

خو وسله وال مخالفین او د دوی ملاتړي هغه انجونې چې ښوونځیو ته ځې یا هغه ښځې چې له کوره بهر کار کوي ویروی او بریدونه پرې کوي.

افغاني ښځینه وزیرانو سره له لیدلو وروسته میرمن کلنټن او ولسمشر کرزي په یوې غونډې کې چې په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په څيړنيز مرکز کې جوړه شوې وه برخه واخیسته او دغونډه والو د پوښتنو ځوابونه يي وویل.

میرمن کلينټن په دې غونډې کې یوځل بیا وویل، هغه وسله وال مخالفین چې له جنګ لاس اخلي باید د ښځو د حقوقو درناوی وکړي.

هغې وویل:

(زموږ په نظر هر هغه څوک چې له دولت سره روغه کوي یا د ټولنې له بهیر سره یوځای کیږي، باید د افغانستان د حکومت او دولت قانون او مقررات رعایت کړي، له زور زیاتی لاس واخلي او د القاعده شبکې په ځیر افراطي ډلو سره خپل روابط پرې کړي او زما شخصي ملاحظه داده چې دوی باید د ښځو د حقوقو درناوی وکړي.)

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر هغه اندېښنې لیرې کړي چې وایي له طالبانو سره د روغې خبرې کېدای شي افغان حکومت د امریکا له ایتلافه او له هغو ژمنو لری کړي چې د ښځو د حقوقو په برخه کې ېې کړي دي.

ولسمشر کرزی په داسې حال کې چې د غونډې په سټیج د امریکا د بهرنیو چاور وزیرې تر څنګ ناست وو د طالبانو عادې پلویان د هېواد بچیان وبلل او ويې ویل، چې دوی د امریکا او د امریکا د حکومت دښمنان نه دي او موږ باید له قانوني لارو کوشش وکړو، چې دوی بیرته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG