د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

دکابل پوهنتون محصلانو د ایران په ضد مظاهره وکړه


په كابل كې نن بيا هم په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام د لړۍ د بندلو په پلوي مظاهره وشوه. دغه مظاهره د كابل پوهنتون د يو شمير محصلانو له خوا وشوه. مظاهر كوونكو په افغان دولت او يو شمېر نړيوالو سازمانونو دا انتقاد وكړ، چې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام د بندلو په برخه كې بې غوريي ښيي.

په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام د لړۍ د بندولو په غبرګون د مظاهرو په ترڅ كې د شنبې په ورځ د كابل پوهنتون يو شمېر محصلانو هم خپل غږونه پورته كړل.

مظاره كوونكو د شعارونو په وركولو سره د ايران له دولت وغوښتل، چې د افغان بنديانو د اعدام لړۍ ودروي.

دا درېيم ځل دى چې د كابل ښار اوسيدونكي په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام د لړې د بندولو په پلوي مظاهرې كوي.

د كابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي يو محصل محمد حنيف دانشيار د مظاهره كوونكو محصلانو د غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"موږ غوښتل چې په درېيو اساسي تكو خبرې وكړو، يو زموږ جدي انتقاد په افغان بې كيفايته دولت دى، چې اصلاً يې خپل مسووليت نه دى ادا كړى، دوهم د افغان كډوالو په وړاندې د احمدي نژاد د حكومت له تاوتريخوالي ډك چلند دى او درېيم انتقاد مې په نړيوالو سازمانونو لكه د بشر د حقونو خپلواك كميسيون او د كډوالو چارو اداره ده، چې په دې برخه كې يې خپل غږ نه دى پورته كړى."

خو افغان دولت او نړيوالو سازمانونو په وار وار سره ويلي، چې دوى په دې برخه كې له ايراني چارواكو سره په خبرو كې دي.

په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام خبره لومړۍ پلا د افغانستان په ولسي جرګه كې د هرات ولايت د استازو له خوا راپورته او تر رسنيو ورسيدله.

د راپورنو له مخې پنځه څلوېښت افغان بنديان په ايران كې اعدام شوي دي، خو ايران دولت يواځې د شپږو كسو د اعدام خبره منلي ده.

ويل كيږي چې شا او خوا پنځه زره افغانان په ايران كې بنديان دي او نيږدې درې زره بنديانو ته د اعدام سزا اورول شوې ده.
XS
SM
MD
LG