د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵

فیصل شهزاد څوک دی؟


فیصل شهزاد
فیصل شهزاد

د خیبر پښتونخوا په پبو کې زیږیدلی فیصل شهزاد چې د کراچۍ شناختي کارډ لري په امریکا کې په ترورستي برید تورن شوی دی. فیصل شهزاد څوک دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې د امریکا حکومت هڅه کوي چې ځواب یې ورکړي. دیرش کلن پاکستاني الاصله امریکایی فیصل شهزاد په دې تورن دی چې د نیویارک په ټایمز میدان کې یې د غویي په یولسمه له چاودیدونکو موادو ډک موټر چلاوه.

فیصل شهزاد فدرالي محکمې په ترورستي برید او د ډله ایزې وژنې د وسلې په استعمال تورن کړی دی.

د دې تورن مختلف عکسونه په امریکا، پاکستان او د امریکا په ګاونډیو هېوادو کې خپاره شوې دي، همدا راز په پاکستان کې د ده د کورنۍ له غړیو سره د ده اخیستل شوې عکسونه خپاره شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل، ابتدایي معلومات د دې څرګندویي کوي چې شهزاد د خیبر پښتونخوا د پبو د سیمې دی خو په خپله شهزاد د کراچۍ شناختي کارډ هم لري.

په پیښور کې د شهزاد د کورنۍ بهر د هغه خپلوانو څرګنده کړه، چې د شهزاد پلار د ملکي هوایي چلند له چارواکو څخه دی.

د امریکا په متحد ایالاتو کې شهزاد زده کړه کړې او مخکې تر دې چې د امریکا تابعت واخلي په ویزې هلته اوسیده.

د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جورنال د رپوټ له مخې شهزاد په نولس سوه اته نویم کال د تعلیم دایمي ویزه هغه وخت ترلاسه کړه چې پر ده څه تور نه و پورې شوی.

په دوه زرم کال شهراد په واشنګټن کې جنوب ختیځ پوهنتون ته داخل شو، بیا بریجپورټ پوهنتون ته سې پارچه شو، هلته یې انجنیري ولوسته.

دوه کاله وروسته د دوه زره دوهم کال په اپریل کې شهزاد په امریکا کې د کار دایمي ویزه تر لاسه کړه.

وروسته بیا شهزاد په اداري چارو او سوداګري کې لسانس واخیست او له هما اصف میا سره یې واده وکړ، دا میرمن امریکایي تابعت لري.

په دوه زره نهم کال کې شهزاد امریکایي تابعت خپل کړ، د نیویارک شمال ته په نژدې یو سل او لس کیلومترۍ کې پروت د کانیټیکټ د ښار د استوګنو په وینا شهزاد تر تیرکال پورې له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره هلته اوسیده.

د ده یوه ګاونډي وویل، چې لږ مشکوک غوندې سړی و.

د بانک له اسنادو ښکارې چې وروسته تر دې چې ده د کور پور بانک ته ورنه کړ کور ترې وګرځېد.

په همدې ښار کې شهزاد درې کاله په اقتصادي مشورتي کمپنۍ کې د ټیټ رتبه مامور په صفت کار وکړ بیا تیرکال اوړی یې دا کار پریښود.

تحقیق کوونکي اوس دا څیړي چې تیرکال شهزاد څو میاشتې په پاکستان کې څه کول.

څيړونکي وایي، چې شهزاد په وزیرستان کې د تروستانو د روزلو کمپ ته ورغلی دی او دا یې منلې ده چې هلته روزل شوی دی. دی بیا د روان کال د فبروري په لومړیو کې امریکا ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG