د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

چهارشنبې د مۍ ۵مه


نیویارک ټایمز: ګیټس هدایت ورکړی، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد د موقتي چارې په توګه، نور۸۵۰ تنه پوځي روزنکي واستوي.
نیویارک ټایمز: ګیټس هدایت ورکړی، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد د موقتي چارې په توګه، نور۸۵۰ تنه پوځي روزنکي واستوي.

واشنګټن ټایمز او نيويارك ټايمزنړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې جاناقا الكوزي ورته كتنه كړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د امریکایي پوځي روزونکو د استولو په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس هدایت ورکړی، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد د موقتي چارې په توګه، نور۸۵۰ تنه پوځي روزنکي واستوي.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو په حواله لیکي: رابرت ګیټس ځکه دا پریکړه کړې، هغه کمښت پوره کړي چې د اروپایي هېوادونو یا متحدینو د روزونکو له امله رامنځ ته شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي: د امریکا دا پوځي روزونکي به د یوې محدودې مودې لپاره افغانستان ته واستول شي او ممکن د ۹۰ یا ۱۲۰ ورځو لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې چارې پر مخ بوزي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جیف موریل خبره هم راخیستي چې وایي، دا دایمي حل یا چاره نه ده، بلکه موقتي طرحه ده.

په دې کار سره به د روزونکو هغه کمښت پوره شي، چې اروپایي متحدینو رامنځ ته کړى دی.

دا ۸۵۰ تنه روزنکي به ډېرژر افغانستان ته لاړ شي او مخکې له هغې، چې افغانستان ته د دیرشو زرو عسکرو وروستۍ جوپه ورسیږي، دا روزونکي به امریکا ته ستانه شي او موږ نه غواړو چې افغانستان ته د ولسمشر بارک اوباما د اضافي دېرش زرو عسکرو شمېر زیات شي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، د عامو خلکو لومړۍ درجه دښمن – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:

د پاکستان له ۱۱ زرو دیني مدرسو څخه په کال کې پنځه لکه ملایان فارغیږي، چې د دې کسانو شاوخوا لس زره یي جهادیان یا افراطیان دي.

د دیني مدرسو زياتره فارغان د شپاړلسو کلونوپه عمر وي، خو د خوښۍ خبره داده چې له دې وروسته هر پاکستانی، امریکا خپل دښمن نه ګڼي.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو سازمان چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اى، اس، اى پوره ملاتړ ورسره دی، د پاکستان د خلکو اصلي دښمن دی.

واشنګټن ټایمز وړاندي لیکي:

د پاکستان دیني مدرسې د سیاسي او مذهبي افراطیانو له خوا پرمخ وړل کیږي او په تعلیمي نصاب کې یي د پاکستان د حکومت د احکامو او اوامرو چندانې خیال نه ساتل کیږي.

په دیني مدرسو کې د وړیا اعاشې او اباتې او زده کړو له امله د پاکستان د ۱۷۵ میلونو نفوسو بې وزلې خلک ژرجزبیږي او حکومت دا توان نه لري چې ټولو خلکو ته د عصري معارف او زده کړو امکانات برابر کړي.

د پاکستان د دولت د بوديجې زیاته برخه د دې هېواد په پوځ لګیږي. د ورځپاڼې په باور، تر هغې چې د پاکستان دیني مدرسې په عادي ښوونځیو بدلې نه شي دا هېواد په هیڅ صورت د سوله خوښونکو هېوادونو په ډله کې نه شي درېدلاى.
دا کار په نورو لسو شلو کې هم ممکن نه بریښي، واشنګټن ټایمز د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي:

د دیني مدرسو بدلون د پاکستان د پوځ په لاس کې دی. د مدرسو زده کوونکي د بې وزلې قشرغړي دي او د پاکستان پوځیان اوس پوهیدلي چې مذهبي افراطیان یي له دی وروسته ملګري او متحدین نه دي.
XS
SM
MD
LG