د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

افغان ځواكونه ته امنيتي چارې سپارل به ګټور وي اوكنه؟


د ولسمشر بارک اوباما د ستراتیژۍ دا برخه، چې غواړي افغان ځواکونو ته امنیتي چارې وسپاري، په هغه صورت کې بري ته رسېداى شي، چې ناټو افغانستان ته نور پوځي روزونکي واستوي. د تېرې جنورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو متحدینو موافقه کړې وه، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ۵۲۰۰ تنو روزونکو ته اړتیا ده.

د دې روزونکو شاوخوا ۲۷۰۰ کسان تراوسه افغانستان ته رسیدلي دي. که زیات نه وي، نو درې سوه خو یي امریکایي روزونکي دي.

نیویارک ټایمز لیکي: د افغانستان په څیر یوه بې وزلې هېواد کې بې سوادي او اداري فساد هم د حیرانتیا خبره نه ده، خود امریکا د دفاع وزرات تېره اوونۍ کانګرس ته په یوه خواشینونکي راپورکې ومنله، چې د یوه منظم او با ډيسپلینه افغان امنیتي ځواک د روزنې لپاره د علمي روزونکو له کمښت سره مخامخ دي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د روزونکو کمښت د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د نورو کمبودونو په ډله کې هغه څه دي، چې له څو کلونو را په دېخوا یعنې د ولسمشر بوش له وخت راهیسي موجود دي.

د ورځپاڼې په باور، ولسمشر اوباما دې مسلې ته جدي پام اړولی دی او په تېر نومبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنې یو نوی پرګرام پیل کړ.

د دې کار لپاره جنرال ویلیم کالډویل، چې په تېر وخت کې د امریکا په فورت لیفینورت کې د پوځي اکاډمې مشر و، وټاکل شو.

کالډویل د امریکا په ویسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې د جنرال سټینلې مک کریسټال هم صنفي و.


جنرال کالډویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په ماموریت کې بدلونونه او نوښتونه رامنځ ته کړي دي.

په نورو نوښتونو برسېره، جنرال کالډویل د پوځ او پولیسو د روزونکو شمېر له ۱۳۰۰ څخه ۲۷۰۰ کسانو ته پورته کړ، خو جنرال مک کریستال او د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د روزونکو د شمېر پوره کولو او د متحدینو د ژمنو د عملي کولو په کار کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ناټوموافقه کړې وه، چې له امریکا پرته د دې سازمان نورغړي هېوادونه به افغانستان ته د ټاکل شویو ۵۲۰۰ روزونکو نیمایي برابروي.

د تېر ډيسمبر میاشتې راهیسي د ناټوغړېو هېوادونو ۱۰۰۰ تنه روزونکي افغانستان ته استولي دي.

دوي په دې کار کې ډېر ورو حرکت کوي. دا مهال رابرت ګیټس غواړي د ۹۰ ورځو په جریان کې افغانستان ته نور ۶۰۰ امریکایي پوځي روزونکي واستوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د یوه غښتلي او منظم افغان امینتي ځواک د روزنې په مخکې ستونزې زیاتي دي، خو په دې کار کې یو څه پرمختګ هم شوی دی.

په نورو نوښتونو برسېره، د عسکرو معاشونه زیات شوى او په جبري ډول د سواد په زده کړې سره به د پوځ مسلکي او عملي توان نورهم زیات شي.

خو افغانستان هغه مهال دې هدف ته رسېداى شي، چې ناټو ورته زیات شمېر پوځي روزونکي واستوي.
XS
SM
MD
LG