امریکایي ځواکونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د هلمند په مارجې کې هم ستر پوځي عملیات وکړل خو د چارواکو په وینا، په دي سېمې کې پرمختګ ډېر ورو دی.
اسوشېتد پرس اژانس لیکي: ناټو او امریکایي ځواکونه له یوه ستر ازمیښت سره مخامخ دي او په کندهارکې یي کار ډېر پیچلې او دروند دی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلي مک کریستال د افغانستان په جنوب کې د پوځي عملیاتو بهیر ورو بللی او وایي، په دې عملیاتو به زیات وخت ولګیږي او باید حوصله ورته وکړو.
مک کریسټال او نورو چارواکو دا هم ویلې، چې د کندهار په عملیاتو کې ممکن تلفات زیات وي.
د کندهار د عملیاتوپه اړه د امریکا د پوځ د لويو درستېزانو د کمېټې مشر امیرالبحر مایک میولن ویلي: زه فکر کوم له څو میاشتو راهیسي موږ دا په ډاګه کړې، چې د کندهار جګړه به سخته جګړه وي او د تلفاتو مسله به یې هم خواشینونکي وي.
له بلې خوا د کندهار ښار اوسیدونکي هم په یوه ډول ناهیلۍ او اندېښنې کې ژوند کوي. دوي د حکومت له کمزورۍ او بې امنیتۍ له امله هم ځوریږي.
اسوشئتدپرس اژانس لیکي:د امریکا د خاصو ځواکونو ځیني قطعات همدا اوس د کندهار شاوخوا ولسوالیو کې ځاى په ځاى شوي او هغو سېمو ته زیات متوجه دي په کومو کې چې د حکومت واک کم دی.
امریکایي ځواکونه زیار باسي، چې د روژې له رارسېدو مخکې د کندهار په عملیاتو کې بری حاصل کړي.
د کندهار د عملیاتو جدیت د ملګرو ملتونو له پریکړې هم څرګندیږي. د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو په کندهار کې خپلو ۲۰۰ کارکوونکو ته وویل، چې د شخړو له امله دې کارونو ته نه ځي او په کور دې کیني.
په دې وروستیو کې د کندهار ښار شاوخوا امنیتي پوستې فعالې شوې او د یوه جګ پوړي پوځي چارواکي په وینا، د څو میاشتو مودې کې د طالبانو له اویاو زیات جګ پوړې مشران نیول شوي دي.