د لوګر په مركز پل علم كې د يكشنبې د ورځې مظاهره هغه وخت په تاوتريخوالي واوښته، چې د مظاهره چيانو له منځ نه په امنيتي ځواكونو ډزې وشوې او شاوخوا شپاړلس هغه ټانګرونه يې وسوځول چې ناټو ځواكونو ته يې تيل ليږدول.
دغه مظاهره د ايتلافي ځواكونو په عملياتو كې د يوې كورنۍ د درېو غړېو د وژل كېدو په غبرګون كې چې د سيمې خلك يې ملكي خلك بولي شوې وه او څو ساعته يې د كابل ګرديز لويه لاره هم بنده كړې وه.
د لوګر د والي وياند دين محمد درويش ازادۍ راډيو ته وويل، د مظاهر كوونكو له منځ نه لاسي بمونه استعمال شوي، د راكټو ډزې شوي دي او له دې معلوميږي چې وسلوال مخالفين به په كې موجود و.
وسلوالو طالبانو ادعا كړې، چې د دوى شاوخوا دوه سوه كسان له مظاهره چيانو سره يو ځاى شوي و، خو د لوګر د والي وياند دا خبره رد كړه چې په مظاهره چيانو كې دې دومره زيات شمېر وسلوال مخالفين موجود و.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند وايې، پخوا داسې نه دي شوي چې وسلوالو مخالفينو دې د خلكو له مظاهرې ګټه اخيستي وي.
زمرى بشري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، د لوګر د پېښې په اړه تحقيقات روان دي، خو نوموړي له خلكو وغوښتل چې په مظاهرو كې له تاوتريخوالي څخه ډډه وكړي:
"د كورنيو چارو وزارت نن اړونده رياست ته، چې له جرايمو او تروريزم سره د مبارزې رياست دى، لارښوونه وكړه چې دا موضوع وڅيړي، نه يوازې دا چې ويې څيړي، بلكې په راتلونكې كې بايد د دارنګه فعاليتونو د مخنيوي لپاره اقدامات وشي.
سربېره پردې موږ له خپلو شريفو خلكو غواړو، چې مظاهرې كول يې يو مسلم حق دى، خو مظاهرې بايد سوله اېزې و اوسي."
ځينې كار پوهان د افغانستان په امنيتي ځواكونو انتقاد كوي او وايې، چې د خلكو د مظاهرو په ترڅ كې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره لازم اقدامات نه شي كولاى.
د پوځي چارو يو كار پوه جنرال عبدالواحد طاقت وايې، په دې برخه كې لا جدي اقداماتو ته اړتيا ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې څو ځلې د مظاهرو په ترڅ كې د خلكو مالونو او عامه تاسيساتو ته هم درانه زيانونه اوښتي دي.
ځينې كارپوهان انتقاد كوي، چې افغان پوليس هم د مظاهرو د كنټرولولو لپاره پوره وسايل او مهارت نه لري او همدا كله كله د دوى په لاس د مظاهره كوونكو د وژل كېدو سبب هم ګرځي.
خو د دې ويره هم موجوده ده، چې كه د خلكو له سوله اېزو مظاهرو نه د تاوتريخوالي لپاره ګټه اخيستل ادامه پيدا كړي نو حكومت به اړ شي، چې د امنيتي ملاحظاتو له امله د خلكو په دې حق محدوديتونه ولګوي.