د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ذكريا:كانديدانو ته د معلوماتو وركولو بهيرسبا ته پيليږي


د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزى
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزى

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره يې جوړ كړى مهالويش په بريالۍ توګه پړاو په پړاو عملي كيږي او سباته به د كانديدانو لپاره د معلوماتو د وركولو بهير پيل شي.

دغه خبره د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وكړه او داسې يې زياته كړه:

"سر له سبا څخه به د يوې اونۍ لپاره د ولسي جرګې د كانديدانو لپاره د معلوماتو د وركولو بهير روان وي، دغه راز د حمل د مياشتې له ۳۱ څخه به د ثور تر ۱۴ نېټې پورې د كانديدانو د نوم ليكنې بهير په خپلو ولايتي دفترونو كې تر سره كړو، بيا به ابتدايي لست خپور كړو او په پاى كې به د شكايتونو له څيړنو څخه وروسته خپل وروستي يا نهايي لسټ خپور كړو او انتخابات به په يوې شفافې فضا كې ترسره شي."

ښاغلي باركزي وړاندې وويل، چې دا ځل د انتخاباتو د شفافيت د خونديتوب په برخه كې كافي زياته هڅه شوې ده، چې په ترڅ كې يې د پنځو ولايتي دفترونو مشران له دندو ګوښه او د انتخاباتو تقريبا ۶۰۰۰ كاركونكي په تور لست كې شامل كړاى شوي دي، چې دواړه ډلې خلك به څارنوالۍ ته هم د پلټنو لپاره ور وپيژندل شي.
سر له سبا څخه به د يوې اونۍ لپاره د ولسي جرګې د كانديدانو لپاره د معلوماتو د وركولو بهير روان وي


نوموړي دا هم وويل، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د تر سره كېدو لپاره دوي څه باندې ۱۵۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه پورې ورته ۱۰۲ ميليونه ډالره برابر شوي دي، چې د دوي كارونه پرې په سمه توګه پر مخ تلاى شي.

د انتخاباتو د قانون په اړه يې وويل، چې د ولسي جرګې انتخابات به د ولسمشر د تقنيني فرمان په اساس پرمخ ځي، ځكه تر اوسه پورې د ملي شورا د دواړو جرګه ګيو له خوا پرې لا روانې ناندرې پاى ته نه دي رسيدلي.

ټاكل شوې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات به د روان لمريز كال د وږي يا سنبلې د مياشتې په ۲۷ نېټه ترسره شي، چې په كې به د ولسي جرګې د ۲۴۸ څوكيو لپاره په ټول هېواد كې په زرګونو نوماندان يا كانديدان د خلكو د راېو د را خپلولو لپاره ودريږي.

كه څه هم افغان حكومت تردې مخكې هم ويلي دي، چې دوي ژمن دي، چې د ولسي جرګې انتخابات به په خپل ټاكلي وخت ترسره شي، خوځيني كارپوهان بيا وايي، چې د انتخاباتو د قانون د نه تصويب كېدو او په هېواد كې د ځينو امنيتي ستونزو له امله ښايي د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې يو څه ننګونې وجود ولري.

مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG