د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اسلامي کنفرانس په افغانستان کې بهرنیو پوځیانو ته خبرداری ورکړ


د اسلامي کنفرانس عمومي منشي اکمال الدین احسانغلو
د اسلامي کنفرانس عمومي منشي اکمال الدین احسانغلو

د اسلامي کنفرانس مشر وایي، که چېرته په بیړه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه ووځي، نتېجې به یې ډیرې ناوړه وي. د امریکا متحد ایالاتو سږ کال اضافي ۳۰۰۰۰ سرتېري په افغانستان کې ځای پرځای کوي څو د طالبانو مخه ونیسي، خو بل لور ته واشنګټن غواړي، چې د را روان میلادي کال له نیمایي وروسته ورو ورو له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو وتل پیل کړي.

د ناټو نور غړي هېوادونه هم ښایي افغانستان ته نور سرتېرې ولیږي خو دو هېوادونو، هالنډ او کاناډا بیا اعلان کړی دی، چې روان کال او را روان کال خپل پوځیان له افغانستانه وباسي. د دغو دو هېوادو د پوځیانو شمېر په افغانستان کې ۵۰۰۰ ته رسیږي.

د اسلامي کنفرانس عمومي منشي اکمال الدین احسانغلو په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، له افغانستانه باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې محتاطانه ګام واخیستل شي، ځکه چې وخت ډیر حساس دی.


د افغانستان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل، په کابل کې د لومړي ځل لپاره له ولسمشر کرزي سره د اسلامي حزب هیات مخامخ خبرې وکړې.

د ګلبدین حکمتار په مشرۍ اسلامي حزب، چې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو له درېو عمده ډلو څخه یوه ده په کابل کې یې له یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلې دي، چې د رویټرز اژانس په وینا دا د حامد کرزي لپاره روان کال د سولې په برخه کې لویه لاس ته راوړنه ده.

اسلامي کنفرانس، چې مرکز یې په عربستان کې دی او ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري، هڅې کوي چې په اسلامي هېوادو کې د شخړو مخه د خبرو له لارې هواره شي.

د اسلامي کنفرانس عمومي منشي احسانغلو، چې په اسلام اباد کې له یوه پاکستاني پلاوي سره پرون ولیدل، له هغه وروسته یې خبرې غونډې ته وویل، باید په افغاسنتان کې د شوروي د پوځیانو له وتلو وروسته وخت رانه شي، باید د بهرنیو پوځیانو وتل په احیتاط سره وي داسې چې هم د افغانستان له ولس سره هم له نړېوالې ټولنې سره د یوې ژمنې له مخې دا کار وشي او په خپل سر ونه شي، که نه بیا به د احسانغلو په وینا په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.
XS
SM
MD
LG