د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

یوناما په افغانستان کې یو کال نور خپل ماموریت ته دوام ورکوي


مون وايي، انتقال پر پروسې تمرکز ځکه دی، چې افغانان د خپل هېواد حاکمیت په بشپړه توګه په لاس کې واخلي.
مون وايي، انتقال پر پروسې تمرکز ځکه دی، چې افغانان د خپل هېواد حاکمیت په بشپړه توګه په لاس کې واخلي.

د ملګروملتو امنیت شورا پرون په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه بل کال په مخه تصویب کړ ترڅو د کابل له حکومت سره مرسته وکړي، چې له لسیزو جګړو وروسته د خپل هېواد مسولیتونه او مشرتابه په خپل لاس کې واخلي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت یوناما به د ۲۰۱۱ کال د مارچ تر ۲۳ نیټې اعتبار ولري.

د ملګروملتونو ماموریت یوناما دنده لري، چې د امنیت په ټینګښت، د حکومتدارۍ د ښه کولو، د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې همکارۍ په چارو کې د کابل له حکومت سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې یوناما به په کابل کې د سولې د جرګې په تنظیمولو کې مرسته وکړي.

په دې جرګه کې به قومي مشران، د سیاسي روغی جوړې، د پارلماني انتخاباتو او د نړیوالو مرسته ورکونکو د یوه کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې ده په روان کال کې په کابل کې جوړ شي، خبرې وکړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل، چې کابل به سږ کال پرډېرو اجنداو مصروف وي او زیاته یې کړه، که دغه پروګرامونه ښه تنظیم شي، کولای شي چې د افغانانو ترمشرتابه لاندې د زیات واک د انتقال لپاره یومیکانیزم رامنځته شي.

د هغه په وینا د انتقال پر پروسې تمرکز ځکه دی، چې افغانان د خپل هېواد حاکمیت په بشپړه توګه په لاس کې واخلي.

بان کي مون وویل، چې د ډموکراسي له پروسې سره باید د کافي وړتیا او مسولیتونو ملاتړ مل وي ترڅو حاکمیت عملا تطبیق شي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د کابل له حکومت سره کار وکړي نه له هغه جلا، چې دا کار د ده په وینا کولای شی دموکراتیکو اصلاحاتو ته زیان ورسوي.

د راپور له مخې یوناما په پام کې لري، چې د نړیوالو کارکونکو شمېر تر ۱۳۸ تنو پورې زیات کړي، چې ۵۰۰ افغان کارکونکي به ورسره په ګډه کار کوي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین تېره اوونۍ د امنیت شورا ته ویلي وو، چې افغانستان نهه کاله مخکې د طالبانو د واکمنی په دوران کې یو وران ویجاړ هېواد و، چې د دغه حالت په بدلولو کې د هغه په وینا د نړیوالو رول ډېر د اهمیت وړ دی.

طنین وویل، د کابل حکومت د ظرفیتونو د رامنځته کولو لپاره وخت ته اړتیا لري څو وکولای شي په هېواد کې سوله او ښه حکومت داري خوندي کړي.
XS
SM
MD
LG