د ولسي جرګي يو شمېر وكيلان وايي، ولسمشر حامد كرزى هوډ لري چې د خپلې كابينې ځينې رد شوي وزيران يو ځلې بيا ولسي جرګې ته د باور رايې د ترلاسه كولو لپاره ور وپيژني.
دوى وايي، ولسمشر حامد كرز ي د سې شنبي پر ورځ په همدې اړه د ولسي جرګي د مشر يونس قانوني په ګډون د ولسي جرګې ځينې غړي ارګ ته ورغوښتي و او په دې اړه يې ورسره بحث كړى دى.
په ولسي جرګه كې د ډايكندي د خلكو استازې محمد نور اكبري، چې په دې غونډه كې يې خپله هم ګډون كړی وو، د چهارشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل، ښاغلي كرزي له ولسي جرګي وغوښتل، چې دا ځل ور استول كيدونكو نوماند وزيرانو ته د قومي او ژبينو مسلو پرته رايه وركړﺉ.
اكبري زياته كړه، جمهور رئيس غواړي هغه رد شوي وزيران بيا ولسي جرګې ته د باور رايې د تر لاسه كولو لپاره ور وپيژني چې له يو ځلې ردېدو وروسته د وزارتونو د سر پرستانو په توګه ټاكل شوي.
خو زياتوي چي رد شويو وزيرانو ته د لارې د هوارو په اړه د ولسي جرګي له خوا ليوالتيا وښودل شوه خو په دې برخه كې كومه رسمي پريكړه ونه شوه.
بل پلو په ولسي جرګه كې د كندهار د خلكو استازي ملالۍ اسحاقزۍ د ښاغلي كرزې له خوا پخوانيو پوستونو ته د رد شوېو وزيرانو بيا ور پيژندل د ولسي جرګي د داخلي اصولو او وظايفو سره په ټكر كې بولي.
اسحاقزی وايي، كه چېرې ولسمشر ولسي جرګې ته رد شوي وزيران يو ځلې بيا ور وپيژني، نو د دې په باور بيا به هم رايه وانخلى.
د جمهوري رياست يو شمېر چارواكي هم د پارلمان له ځينو وكيلانو سره د ښاغلي كرزي ناسته تايـئدوي، خو وايي، چې دغه غونډه غېرې رسمي وه.
د افغانستان ولسي جرګې دوه ځلې د ولسمشر کرزي د كابينې زیاتره غړي رد كړل. رد شوي اكثره هغه كسان و، چې د جمهور رياست په تېرو انتخاباتو كې يې د حامد كرزي د ايتلافونو استازيتوب كاوه.
ټا كل شوی په نږدې راتلونكي كې ښاغلى كرزى د خپل رد شوي كابيني پاتې غړي ولسي جرګې ته د باور رايي د وركولو په هدف ور وپيژني.