په دې سيمينار كې د سرغړونكو ماشومانو د روزنې او ستونزو په بېلابېلو اړخونو او د زده كړو لپاره د زمينو د برابرولو په هكله بحث وشو.
د ماشومانو د ټولنيزو پروګرامونو مسولې زرمينې بهروز، چې د دغه وركشاپ يوه مسوله وه، د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، دوى په دې هڅه كې دي، تر څو هغه ماشومان چې له قانون څخه بې خبره دي او جرم ته يي مخه كړې، زندان ته د استولو پر ځاى په زده كړو بوخت شي او له قانون څخه دې خبركړل شي.
مېرمن زرمينه په دې اړه وايي:
"د ماشومانو عمده ستونزې دا دي، چې دوى د خپل هېواد له قوانينو څخه بې خبره دي اوهمدارنګه د ټولنې او خلكو پر وړاندې له خپلو مسوليتونو څخه هم بې خبره وي، نو واضح ده، چې له سرغړونو سره مخ كيږي.
همدا راز بل عمده علت په هېواد كې اوسنى حالت چې نا امني او ناپوهي ده چې دغه هېواد ته زيان رسوي."
مېرمن زرمينې زياته كړه، چې د سرغړونكو ماشومانو يوه عمده ستونزه د مدافع وكيلانو نشتوالى او د سرغړونې له قانون څخه د دوى بې خبري ده، خو يو شمېر مدافع وكيلان بيا وايي، چې د سرغړونكو ماشومانو لپاره د اړتيا له مخې مدافع وكيل ټاكل شوي دي.
خو يوشمېرحقوق پوهان دغه مسله له بله اړخه څېړي او وايي، چې د عدليي او قضايي چارو يو شمېر مسولين او ځيني پوليس د قانون په هكله په يوه نظر نه دي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړى ډاكټرعبدالكبير رنجبر وايي، چې په دې وركشاپ كې تازه مسايل مطرح شول چې اړونده مسولين ورڅخه بې خبره وه:
"په دې سيميناركې هغه عمده مسايل چې ياد شول، د حقوق پوهانو، متخصصينو او د مدافع وكيلانو لپاره هم نوي دي، د حجزتعديل دى، چې څارنوالان، قضات او پوليس ورباندې يو نظر نه لري.
ان زموږ نوي قوانين، چې په وروستيو اتوكلونوكې په افغانستان كې تصويب شوی دی، زما په نظرله هغې څخه د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې قانون غوره دى خو زموږ قضاه، څارنوالان او پوليس ورباندې نظر نه لري."
د كارپوهانو په وينا په دې وروستېو كې، چې د سرغړوونكو ماشومانو لپاره قوانين تصويب شوي خو بيا هم ځيني چارواكي له دغو قوانينو څخه بې خبره دي او يو شمېرماشومان بنديانوي، چې بې برخليكه پاتې شوي او كورنۍ يې له ستونزو سره مخ شوې.
په افغانستان كې د ماشومانو په هكله په داسې حال كې بحث كيږي، چې د نا امنيو او بې وزليو له امله په هېواد كې د سرغړونكو ماشومانو شمېر زيات شوى اوهمدا راز د ماشومانو د ښوونې او روزنې په مركزونو كې د ماشومانو په ساتنې هم نيوكۍ كيږي.