د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۸

یکشنبې د کب نهمه نېټه


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د يو امريكايي متقاعد سرتېري څرګندونې راخیستي او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې د افغانستان خلك د جنګ په ځاى بيارغونې ته اړتيا لري.

ورځپاڼې د افغانستان د جنوب كې د پوځي عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د يو امريكايي پوځي افسر په حواله يي ليكلي، چې په مارجه كې د دوى عمليات بشپړ شوي او پوليس د دې سيمې د كنټرول د سمبالولو په حال كې دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كابل كې په هندي وګړو وروستيو ځان وژونكو حملو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا پراخ ورانې يي رامنځ ته كړ ليكلي، چې افغانستان د دوستيو بيه وركوي.

ورځپاڼې په دوام كې د هند او پاكستان ترمنځ شته تضاد ته په پام سره افغان دولت ته سپارښتنه كړي، چې له هند او پاكستان سره په خپلو اړيكو او د دغو اړيكو په تعادل له سره نظر وكړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې د رامنځ ته شوېو بدلونونو په اړه خپاره شوي غبرګونونه څيړلي او له دغو غبرګونونو سره د ځينو كړيو له خوا شوېو اختلافاتو ته په اشارې ليكلي، چې دا يو افغاني دې نه بهرني او او فرمايشي.

په ورځپاڼه كې د هند له لومړي وزير سره د ولسمشر كرزي د ټیليفوني خبرو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د هند د لومړي وزير په حواله ليكل شوي، چې تروریستي بريدونه د دوى اړيكي نه شي زيانمنولې.

ورځپاڼې په مارجه كې د پوځي عملياتو د پاى په اړه په يو مطلب كې ليكلي، اوس د كندهار وار دې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امريكا د هافينګټون پوسټ ورځپاڼې يو څيړنيزمطلب راخیستې او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې د افغانستان جنګ د اوباما پلويان دلسرده كړي دي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې د د ورانو هڅو په وړاند شته خنډونه هم څيړلي او وروستيو پېښو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ولي د سولې هڅې په جګړه بدلې شوې.

ورځپاڼې په افغان دولت او نړېوالې ټولنې غږ كړې، چې لا هم وخت شته او بايد په افغانستان كې د سياسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.

ورځپاڼې په همدې حال كې د يو طالب قومندان دا څرګندونې هم راخیستي، چې ويلي كه د باور فضا رامنځ ته شي نو طالبان له دولت سره خبرې كوي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور مسئله څيړلې او ليكلي، چې دا حضور د افغان امنيتي ادارو له پياوړتيا سره تړاو لري.

ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې وركړې، چې له وخت نه مخكې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل به د امنيت او ديموكراسۍ په برخه كې ناوړه پايلې ولري.

ورځپاڼې په كابل كې د جمعې د ورځې د حملو د مالي زيانونو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د سيمې د دوكاندارانو او سوداګرو په حواله يى ليكلي، چې دې حملو دوه نيم ميليونه ډالره زيان اړولې دې.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې رامنځ ته شوې جنګي ذهنيت انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې لومړې بايد دا ذهنيت له منځه ولاړ شي.

اصلاح او انيس هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس بيا په خپله سرمقاله كې په كندهار كې پېلېدونكو عملياتو ته په اشارې چارواكي هڅولي، چې هلمند له پامه و نه غورزوي.

خو اصلاح بيا د انتخاباتو په قانون كې رامنځ ته شوي بدلونونه او ځنډ نه منونكې اړتيا بللې او د هغو كلكه ننګه يي كړې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د جمعې د ورځې د حملو په مخنيوي كې د پوليسو په پاتې راتلو انتقاد كړې او ليكلي، چې پوليسو په كابل كې د بهرنيو وګړو او په تيره بيا د هندي وګړو د هستوګنځيو امنيت ته جدي پاملرنه نه ده كړې.

ورځپاڼې په دوام كې ولسمشر كرزي ته دا سپارښتنه كړې، چې نه يوازې د دې حملې د طرحانو د نيولو او پيژندګلوۍ لپاره هڅې وكړي، بلكه هغو چارواكو ته هم سزا وركړي، چې د خپلو دندو په پرمخ بيولو كې پاتې راغلي، د ورځپاڼې اشاره ه د كورنيو چارو وزير او د كابل امنيى قومندان ته ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هېواد په سرحدونو كې د طالبانو، القاعده او د قاچاق وړونكو فعاليتونو ته كتنه كړې او له دولت نه يى دغو سيمو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه كړې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسي جرګې او د امنيتي ادارو د مشرانو ترمنځ ګډې ناستې ته ځانګړې كړې او د دې جرګې د مشر په حواله يى ليكلي، چې دا بې ثباتۍ له پولو بهرد دښمنانو د خصمانه كار محصول دې.

ورځپاڼې ليكلي، چې پدې غونډه كې پريكړه وشوه، چې د نوى امنيتي پاليسۍ د جوړولو لپاره بايد د حكومت او ملي شورا يو ګډ كمسيون جوړ شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د افغان دولت او نړيوالو دريځونه څيړلي او ليكلي، چې ددوى ترمنځ د نظر يووالې نشته.
XS
SM
MD
LG