د عدليى وزارت مرستيال، چې د شنبې په ورځ يى د افغانستان په دفاع وزارت كې له امريكايي پوځي چارواكو سره ددې زندان د سپارلو د بهير په اړه معلومات وركول وويل، چې د افغانستان د دفاع، كورنيو چارو او عدليى وزارتونو موافقه كړې، وروسته له هغې، چې دا زندان افغان دولت ته وسپارلې شي هغه د پروان ولايت توقيف ځاى ونوموي:
((ددې تفاهم ليك له مخې د بګرام د زندان حقوقي موقف، چې پس له دې به د پروان د توقيف ځاى په نامه ياديږي بدلون ومومي او پس له دې به په هغو بنديانو، چې هلته ساتل كيږي د افغانستان جزايي قوانين پلي شي او همداراز د محابسو او توقيف ځايونو قانون به پدوى پلې شي.))
د بګرام دا زندان په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې په افغانستان باندې د امريكا په مشرۍ د نړيوال ائيتلاف تر حملې وروسته جوړ شوې او اوس مهال پكې اته سووه كسان، چې د بهرنيو ځواكونو پع عملياتو كې نيول شوي بنديان دي.
د امريكايي ځواكونو لخوا د وركړل شويو معلوماتو له مخې پدې بنديانو كې يو ديرش كسه بهرني وګړي هم شامل دي.
د امريكا متحده ايالتو پدې زندان يو شپيته ميليونه ډالره لږولي او په پام كې لري، تر هغو، چې افغان دولت ددى زندان د لګښتونو وړتيا مومي د هغې لګښتونه پخپله غاړه واخلي.
په افغانستان كې د امريكا د توقيف ځايونو مسؤل جنرال هرورډ، چې پدې خبري غونډه كې خبرې كولې د دې زندان د لګښتونو په اړه وويل:
((له افغان دولت سره زمونږ د مرستو ژمنه پخپل ځاى ده او تر هغو، چې افغان دولت غوښتي وي مونږ ورسره خپلو مرستو ته دوام وركوو. زه غواړم دا بيا ووايم، چې دا پريكړه افغان دولت پورې اړه لري. ))
افغان دولت ته ددې زندان د سپارلو پريكړه وروسته له هغې وشوه، چې په افغانستان كې دننه او بهر پدې زندان كې له بنديانو سره د ناوړه چلند په اړه شكايتونو زور واخست.
افغان دولت هم په پام كې لري، چې ددې زندان له ورسپارلو وروسته هلته د شتو بنديانو دوسيې له سره وڅيړي.
د كورنيو چارو وزارت وايي، چې دا كار به تر ډيره دوى پرمخ بوزي او د بنديانو دوسيې به په ټول دقت سره له سره مطالعه كړي.
كتونكي او د بشر د حقوقو خپلواكې ادارې افغان دولت ته هم دا سپارښتنه كوي، وروسته له هغې، چې دا زندان تسليم شي بايد له بنديانو سره د نړيوالو اصولو په رڼا كې چلند وكړي.
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، چې افغان دولت ته د بګرام د زندان د سپارلو بهير به تر راتلونكې يو كال پورې بشپړ شي.د كابل په شمال كې د بګرام په هوايي ډګر كې د بهرنيو ځواكونو لخوا جوړ شوې دا زندان اوس مهال د امريكايي ځواكونو لخوا اداره كيږي او په کې تر ډيره هغه كسان ساتل كيږي، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو پر ضد په فعاليتونو تورن دي.