اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په مارجه كې روان پوځي عمليات څيړلي او د افغانستان ددفاع د وزير په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې دا عمليات پړاو په پړاو پر مخ بيولې كيږي او بريالي دي.
ورځپاڼې په يو بل سرليك كې د همدې عملياتو يو بل اړخ ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې په مارجه كې د جګړې له ويرې بې ځايه شوې كورنۍ له ناورين سره مخ دي.
ورځپاڼې په دوام كې د مارجې د يو شمير كډوالو په حواله ليكلي، كه مرستې ورسره ونشي نو اړ دي، چې بيرته خپلو كورونو ته ستانه شي او ځانونه د ماينونو او مرميو قرباني كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د مارجې په بې ځايه شويو خلكو د مرستو د ويش لپاره د جوړ شوي كمسيون په چلند انتقاد كړې او ليكلي، چې ددغه كمسيون غړي خپل جيبونه ډكوي او مرستې پخپلو خپلوانو ويشي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددې حالت د پاى ته رسولو لپاره پكار ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام او د بشر د حقونو ادارې بايد دا مسؤليت پخپله غاړه واخلي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د پاكستان د كورنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې له ملا برادر څخه پلټنې روانې او دوى د طالبانو دوه نور مهم غړي هم نيولي دي.
ورځپاڼې په دوام كې د افغان كتونكو دا وينا هم راخستې، چې ملابرادر، له ايران سره د اړيكو په تور نيول شوې دې.
په ورځپاڼه كې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د هڅولو په اړه هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د زلمي خليلزاد په حواله ليكل شوي، كه طالبانو ته عمومي بښنه وشي، نو ښايي د سولې خبرو ته غاړه كيدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې راوستل شويو تعديلاتو ته په اشارې له ولسي جرګې نه غوښتي دي، چې ددغه نوي قانون ملاتړ دې وكړي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د پاكستان د كورنيو چارو د وزير دا وينا راخستې، چې ددوى لخوا نيول شوي افغان طالب مشران به امريكا ته و نه سپاري.
ورځپاڼه وړاندې دده په حواله ليكي، كه چيرې دوى په پاكستان كې جنايت نه وي كړى نو خپل هيواد ته به وسپارلې شي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه د خليلزاد په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او دده په حواله يى ليكلي، چې د سولې خبرو ته كيناستل د طالبانو په ګټه دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملي شورا د وروستي تقنيني كال پيل ته په اشارې ليكلي، چې ملي شورا د خپلو تيروتنو د جبران لپاره يوازې دا وروستې فرصت په لاس كې لري.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو غټ سرليك كې ليكلي، چې ملا حسن اخوند د ملا برادر په ځاى ټاكل شوې څو د طالبانو ورځنى چارې پر مخ بوزي.
ورځپاڼې په مارجه كې روان پوځي عمليات هم څيړلي او د بريتانيى د يو قومندان په حواله يى ليكلي، چې په مارجه كې د امنيت ټينګول يوې مياشتې وخت ته اړتيا لري.
ورځپانې پخپله سرمقاله كې هم پدې عملياتو بحث كړې او ليكلي ددې عملياتو د ګړندي كولو لپاره پكار ده، چې د طالبانو مركزونه وځپلې شي او نورو ولايتونو ته د دوى د ورتګ مخنيوې وشي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د مارجې روان پوځي عمليات تراوسه پورې يو بريا ده، خو كه د عامه خلكو مرګ ژوبلې دوام وكړ نو د عملياتو بريا تر پوښتنې لاندې راتلاى شي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې افغان او نړيوال ځواكونه غواړي، چې ددې عملياتو له بشپړيدو وروسته د هلمند او كندهار په نورو ولسواليو كې هم پراخ عمليات پيل كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل كې د غير قانوني ودانيو جوړول انځور كړې او پكې ښودل شوې، چې دا كار خورا خطرناكه دې.