نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو پرضد د روانو پوځي عملیاتو په اړه په یوه مقاله لیکي، ایتلافي ځواکونود شنبې په ورځ په مارجه کې، چې د طالبانو قوي سنګر وو، د طالبانو سنګرونه ونیول خودغه ځواکونه په داسې حال کې له خال خال نښتو سره مخامخ شول، چې په وسله والو مخالفانو پسې یي د کور په کور تالاشي پیل کړه.
ورځپاڼه لیکي، د طرح شوي پلان له مخې سختې جګړې به راتلونکي ورځې په مخ کې وي.
امریکایي قوماندانانو ویلي، چې ځواکونو د لومړۍ ورځې ټول اهداف چې په هغو کې د مارجی ښارته ننوتل هم شامل دي، ترلاسه کړي، لارې ګودرې یي تړلي، دولتي ودانۍ یي بیرته نیولي او د ښارد مرکزي برخې مم بازار یي هم ترکنټرول لاندې راوستی دی.
امریکایي پلي سمندري ځواکونو سمدستي د سیمي له اوسیدونکو سره لیدنی کتنی پیل کړي اوله هغو یي غوښتي دي، چې د طالبانو پرضد جګړې او په ایښودل شوېو بمونو کې ورسره مرسته وکړي.
نیویارک ټایمز وړاندی لیکي، که څه هم ویل شوي چې له مارجی د دغو پراخو عملیاتو له پېلېدو دمخه ډیر وسله وال وتلي خو د ورځپاڼې په وینا داسې ښکاري، چې یو زیات شمېر وسله وال به په سیمه کې پاتی وي او د موقع انتظار باسي.
یوه اوسیدونکي په تیلیفون نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ډیر وسله وال په مارجه پاتی دي.
ورځپاڼه لیکي، د مارجی زیاتره اوسیدونکي هم د دغو عملیاتو د پېلېدو په لومړېو ساعتونوکې په خپلو کورونو کې ایثارپاتی وو.
د پهلوان په نامه یوه دهقان دی ورځپاڼې ته وویل، چې د ده له کوره هیڅ څوک نه شي وتلی ځکه حکومت او طالبانو ورته ویلي، چې په خپلو کورونو کې پاتی شو.
انډیپیډینټ ورځپاڼه:
بریتانوي انډیپیندینټ ورځپاڼې د دغو عملیاتو په اړه په یوه تبصره کې لیکي، هیله ده چې دا وروستي عملیات وي.
انډیپندینټ لیکي، یوځل بیا باید له ځانه وپوښتو چې دغه جګړه د څه دپاره؟ د امریکایي ځواکونو په مشری دغه عملیات چې د جمعی په سهار پیل شول اهداف یي له عیني تریخ واقعیت سره سرخوري په دی مانا دا روښانه ده، چې د سیمو لاندې کول او په کې د بیارغونی د بهیر پېلېدل د دغوعملیاتو اساسي هدف دی او داهغه څه دي، چې د عراق له جګړې څخه افغانستان ته د پاملرنې د بیرته ګرځېدو له وخت راهیسې زموږ مقصد وو، دهغی جګړې چې په افغانستان کې یي وضعیت دغه بد حالت ته ورساوه.
ورځپاڼه لیکي دعراق له جګړې اوه کاله تېرشول او کارونو سمه نتیجه ورنکړه او بیابه هم دا یو حماقت وي، چې بیا هماغه اقدامات تکرار شي او معکوسی نتیجې ته یي سترګې په لار واوسو.
انډیپیندنټ لیکي، راځئ چې واضح ووایو. دی ورځپاڼې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم په وړاندې هغه مهال د پوځي قوي د کارولو ملاتړ وکړ، چې د اسامه بن لادن له تسلیمولو یي ډډه وکړه.
حال دا چې اولس میاشتې وروسته موږ پرعراق له برید سره مخالفت وښود.
موږ له افغانستان سره د تونی بلیر د دې ژمني ملاتړهم وکړ، چې ویلي وو، بریتانیا به د اوږدې مودې لپاره له افغانانو سره وي.
اوس پوښتنه داده، چې موږ له افغانانو سره شوي ژمنه په څه ډول عملي کولای شو. ایا هلته زموږ اوږد مهاله پوځي حضورته اړتیا ده که د بیارغونی مرستو ته؟ او بله دا چې یا هم ښایي ترټولو اغیزمنه لار دا وي، چې مستقیما خلکو ته پیسی ورکړو.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې په مذهبي، قومي او اقتصادي جوړښتونو کې داسی کوم پرمختګ نه دي شوي، چې په پوځي برخه کې موقتي لاس ته راوړنې دي، په دی هېواد کې اوږد مهاله پرمختګ یقیني کړای شي.