امریکایي چارواکي وایي، دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلری کلینتن به له عربی هیوادونو څخه په کتنه کې هڅه وکړي چې دایران داټومي فعالیتونو د پای ته رسیدو لپاره د لویدیځو قدرتونو له هڅو سره د عربی هیوادونو ديپلوماتیکې هڅې هم یوځای کړي.
چارواکي وایي ، کلینتن هیله منه ده چې قطر او سعودی عربستان ته په دغه درې ورځني سفر کې به د اسرایلو او فلسطینانو ترمنځ دسولې خبروته چې له څه باندې یوه کال راهیسې په ټپه دریدلي، هم د عربو پراخ ملاتړ حاصل کړي.
درویټرز اژانس د راپور له مخی دامریکا ولسمشر بارک اوباما تراوسه پوری د سولی د خبرو دبیا پیل کیدواو دایران د اټومی پروګرام د بندلو په کار کی ډیر لږ پرمختګ کړی دی.
ډیرعربی هیوادونه هم د ایران اټومی پرو ګرام ته د شک په سترګه ګوری او ګومان کوی چی تهران په پټه د اټومی وسلو د جوړولو هلی ځلی کوی.
امریکا پرایران د ملګروملتونوله خوا د نویو بندیزونو هڅی تیزی کړی دی. دملګروملتونو امنیت شورا پرایران د اټومی فعالیتونو د نه بندولو په خاطر تراوسه دری ځلی بندیزونه لګولی دی.
ایران وایی اټومی پروګرام یی دسوله ییزو مقاصدو لپاره دی.
امریکایی چارواکو ویلی چی د ډیپلوماسی په برخه کی یوکار چی سعودی عربستان یی کولای شی دادی چی که چین ته ضمانت ورکړی چی د تیلو اړتیاوی یی پوره کولای شی ممکن دا کارددی سبب شی چی پیکینګ پرایران د نورو بندیزونو له لګولو سره لیوالتیا وښیی.
چین چی دملګروملتونو دامنیت شورا یودایمی غړی دی له ایران سره د سوداګری په برخه کی پراخی اړیکی لری او له روسیی سره یوځای یی پردی هیواد دمخکینیو بندیزونو په کار کی ستونزی راولاړی کړی دی.
دامریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال جیفری فیلتمن د کلینتن د سفر د پیلیدو په درشل کی خبریالانو ته وویل چی موږ په دی باور یو چی ټول هیوادنه کولای شی دایران د اټومی لانجی په وړاندی د دریځ له پیاوړی کیدو سره مرسته وکړی اوزیاته یی کړه چی سعودی عربستان او چین هم په وروستیو کی خپل ترمنځ ډيپلوماتیکی او دسوداګری اړیکی پراخی کړی دی.
هغه وویل موږ له سعودیانو څخه تمه کوو چی له دغه سفر او خپل منځی اړیکو څخه په استفادی په یوه ډول پرایران د نړیوالو فشارونو له زیاتیدو سره چی تهران یی احساس کړای شی مرسته وکړی.
یوه بل امریکایی د يپلومات چی خپل نوم یی ندی ښودلی دی اژانس ته وویل چی دوی په دی عقیده دی چی سعودی عربستان چین ته د تیلو د اړتیاوو په تضمینولو کی یولړاقدامات کړی خو په دی اړه یی نور جزیات ورنکړل.
کلینتن به په دی سفر کی نن د قطر له صدراعظم شیخ حمد بن جاسیم الثانی سره وګوری او سباته به د سعودی عربستان له پاچا عبداله سره کتنه وکړی.
کلینتن نن په قطر کی ددی هیواد له مشرانو سره له کتنی سربیره دامریکا او اسلامی نړی یوی غونډی ته چی دقطر د حکومت او په واشنګټن کې میشت د بروکینګس تحقیقاتی انستیتوت د سابان د منځنی ختیځ د پالیسیو د مرکز په نوښت جوړه شوی، وینا وکړی.
کارپوهانو دکلینتن دغه وینا د ولسمشر بارک اوباما له هغی وینا سره پرتله کړی چی په تیر جون میاشت کی یی په قاهره کې وکړه او دامریکا او اسلامی نړی ترمنځ د بی باوریو او اختلافاتو د پای ته رسیدواو داړیکو د ښه کیدوغوښتنه یی وکړه.
که څه هم داوباما دغه وینا په عربی هیوادونو کی خلکو ډیره وستایله خوډيرخلک اوس د هغه پروړتیا شک کوی او ګومان کوی چې اوباما ونه شو کولای چی په په لویدیځه غاړه کی د یهودانو د میشت ځایونو د جوړولومخه ونیسی اونه هم تراوسه په دې بریالی شوی چې داسرایلو او فلسطیینانو ترمنځ دسولې خبرې له سره پیل کړی.