د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۹

د کرنې وزارت د زعفرانو کښت ته وده ورکوي


د کرنې وزارت په وینا زعفران د کوکنارو څخه ډېره ګټه کوي.
د کرنې وزارت په وینا زعفران د کوکنارو څخه ډېره ګټه کوي.
د افغانستان د كرنې وزارت وايي، دوى پلان لري، چې د زعفران بوټي ته د هېواد په ډېرو ولايتونو كې د كښت زمينه برابره كړي.

د كرنې د وزارت مرستيال علام مصطفي جواد، د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې دوی د هېواد د څو ولايتونو د اوبو، هوا او خاورې د سروه پروګرام پيل اوغواړي معلومه كړي، چې د كومو ولايتونو، طبيعت د زعفران له ودې او پراختيا سره مرسته كولى شي.

ښاغلي جواد د دې پروګرام په هكله وويل:

"زعفرانو په ځینو ولایاتو کې ښه نتیجه ورکړې ده او په ځینو نورو ولایتونو کې موږ څېړنه کوو، چې نتیجه ورکړي.

د کرنې وزارت دا پروګرام لري، چې دې کښت ته انکشاف ورکړي، چې د کوکنارو ځای ونیسي.

په نورو ولایتونو کې لا څېړنه کوو، چې له اوبو او هوا سره یې تفوافق کوي، له مرضونو سره مقاومت لري یا نه لري، د کرنې وزارت په هکله لوی پروګرام په پام کې لري، څو د زعفرانو په کرلو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

ښاغلي جواد وويل، اوسمهال يوازې د هرات په ولايت كې زعفران كرل كيږي، چې د نورو حاصلات په نسبت يې عايدات زيات او په سيمه بزګر لاهڅې كوي، چې دغې كښت ته پراختيا وركړي.

ده وويل، د هېواد په اكثرو ولايتونو كې يې بزګرو ته روزنير پروګرامونه پيل كړي، ترڅو بزګران د دې بوټي كرل او پالل زده اوله كښت سره يې مينه پيدا شي.

ښاغلي جواد دا هم وويل، اوسمهال د هرات د زعفرانو يوازينی ماركيټ ايران دى او دوى غواړي، چې له بزګرو سره تخنيكي مرستې وكړي، ترڅو دغه قيمتي حاصلاتو ته په نورو هېوادونو كې هم ماركيټ ومومي:

"د نړېوالو بازارنو په اړه باید ووایم، چې دلته د کرنې په وزارت کې د فرانسې د مرستو دفتر دی، چې موږ سره د کرنې په برخه کې کار کوي په دې اړه یې موږ سره ډېره مرسته کړې، چې زعفرانو ته نړیوال مارکټونه پیدا کړي.

که بزګران د کرنې له وزارت سره د کرنې د تخنیکي په برخه کې کوم څه ته اړتیا ولري، موږ ورسره هر ډول مرسته کوو او چمتو یو چې اوږه په اوږه ورسره کار وکړو او دغه وزارت د همدې لپاره دی، چې د بزګرانو ستونزې حل کړي."

په دې هكله د چارو كارپوهان وايي، چې د هېواد د بزګرو اقتصادي وضيعت كمزورى دى او د زعفرانو حاصلات اوږد انتظار غواړي.

دوى وايي، د بزګرو له تشويق سره سره، دولت بايد د دوى حاصلاتو ته بهرني ماركيټونه وموندل شي او كه داسې نه وي، نو دولت دې، په خپله د دوی حاصلات په بيه واخلي، ترڅو بزګران تش لاس پاتې نه شي.
XS
SM
MD
LG