د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل د چهار شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د هغو شلو ولايتونو له ډلې څخه سږ كال په بغلان، فارياب او سرپل كې كوكنار كرل شوي، چې تېركال د كوكنارو كښت په كې صفر اعلان شوي وو.
ښاغلي مقبل څرګند كړه، چې په دغو ولايتونو په يوشمېر ولسواليو كې ډېر كوكنار كرل شوي:
"د كوكنارو د كښت په ډيروالي كې نا امنيو مستقيمه اغيزه كړې، د دې سروې له مخې اتيا په سلو کې هغو كلو كې ډېر كوكنار كرل كيږي، چې نا امنۍ په كې ډيرې دي او بزګران په كې له ډيرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي يا په بله معنى په دې هېواد كې اته نوي په سلو كې كوكنار په هغو سيمو كې كرل كيږي، چې نا امنۍ په كې ډيرې دي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې تېركال په افغانستان كې د كوكنارو كر په شلو ولاتيونو كې صفر شوي وو او افغان حكومتي چارواكو هيله ښودلې وه، چې په روان لمريزكال كې به په درويشتو ولايتونو كې د كوكنار كركيله له مينځه ولاړه شي.
ضرار احمد مقبل وويل، چې د افغانستان په سطح ډېر كوكنار په هلمند ولايت كې كرل كيږي، خو د ده په خبره په كندهار، بدخشان، لغمان او كابل كې هم د كوكنارو كركيله ډېره كيږي او په ارزګان ولايت كې د پخوا په مقايسه سږ كال د دې بوټي كر ډېرزيات شوی دى.
د نشه يي موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې استازي جان لوك وويل، چې په دې هېواد كې د كوكنارو د كښت د مخنيوي لپاره به دوى هڅه وكړي، چې له بزګرانوسره د هغوى د سمو كروندو د پياوړي كولو لپاره مرستې ډيرې شي.
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي مرستيال رابرت واټ كينز په دې خبري كنفرانس كې وويل، دغه سازمان به په دې هيواد كې د نشه يي توکو د كښت، توليد او قاچاق د مخنيوي لپاره خپلو هراړخيزو هڅو ته دوام وركړي:
"د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ به د همكارۍ د پرمختګ شاهدان واوسو. له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره اړيكې خړې پړې دي، هيله ده په دې برخه كې ځينې اقدامات وشي، چې په دې توګه له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق مخنيوى وشي.
موږ به د قانوني تعقيب په برخه كې هم د پرمختګ شاهدان واوسو، چې اكثره دغه ډول قضيې محاكمو ته وړل كېږي، دا يوه كليدي موضوع ده.
په تېرو شپږو مياشتو كې څلورسوه اووه دېرش كسان نيول شوي، چې په سلو كې ۸۸ كسان محكوم شوي دي.
كه څه هم په دې برخه كې ځينې پرمختګونه شوي دي، خو په ځينو برخو كې منفي ټكي هم شته، چې بايد پام ورته وشي."
د افغانستان د نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل څرګنده كړه، چې دوى هڅه كوي ترڅو په روان ميلادي كال كې د هېواد پنځه ويشت ولايتونه له كوكنارو څخه پاك شي او د نشه يي توکو قاچاق كوونكي، چې په هره سطح وي ونيول شي او ورسره قانوني چلند وشي.
ښاغلي مقبل هيله وښوده، چې په هلمند ولايت كې د پيليدونكو پوځي عملياتو له ترسره كېدو وروسته په دې ولايت كې د دولت د واك سطح پراخه شي او د نشه یی توکو د كر، توليد او قاچاق اندازه هم په كې را كمه شي.