د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

د اجمل خټک په مړينه د ختيز فرهنګيانو خواشيني


د پښتو ژبی پیاوړوی لیکوال خدای بخښلی اجمل خټک
د پښتو ژبی پیاوړوی لیکوال خدای بخښلی اجمل خټک

د افغانستان د ختيزو سيمو فرهنګيانو د اجمل خټک په مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړه او سيمې ته يې يوه لويه ضايعه وبلله. پرون په ننګرهار ولايت کې د ده په حق کې ختمونه وشول. اجمل خټک د دو شنبې په شپه دې فاني دنيا سره مخه ښه وکړه، خدای بخښلي اجمل خټک په لسګونو تاريخي، سياسي او ټولنيز آثار پښتو ته په ميراث پرېښودل.

د افغانستان د ختيزو سيمو ليکوالو او فرهنګيانو د اجمل خټک مړينه د سيمې لپاره يوه لويه ضايعه وبلله او د افغانانو پر اوسني څوان نسل يې د هغه د هيلو او فکرونو د تطبيق لپاره د مبارزې غږ وکړ.

دننګرهار د ميديوتيک (رسنيو کور) له خوا د دوشنبې په ورځ په دې اړه د دعا او فاتحې د مراسمو په وخت افغان ليکوالو او فرهنګيانو د اجمل خټک ژوند او هلې ځلې نه هېرېدونکې وبللې.

دسيمه ايزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور ليوال وويل:

"موږ چې اجمل خټک يادوو بايد ځوانانو ته ورپه ياد کړو، چې د خپلې روښانه راتلونکي لپاره د هغه د نظرياتو او افکارو تطبيق ته خپل ذهنونه وقف کړو."

د ننګرهار د مديوتيک مشر عبدالغني هاشمي وويل اجمل خټک دپښتو د ترقۍ لپاره کلونه کلونه په زندان کې تير کړي او د ده دژوند له دغه هلو ځلو نه بايد زده کړه وشي.

اجمل خټک د ٨٥ کلنۍ په عمر د دوشنبې په شپه په پېښور کې وفات شو. ده په لسګونو ټوکه علمي، سياسي، ادبي او ټولنيز اثار ليکلي او له افغانانو سره يې اړيکې نه شلېدونکې وې.

دختيزو سيمو ګڼو نورو خپلواکو او دولتي فرهنګي ټولنو د ده په مړينه د ژور غم او خپګان څرګندونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG