د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

اوباما د ۳،۸ تریلیونو ډالرو بودجې پلان برابر کړی


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي مالي کال لپاره د ۳ اعشاریه ۸ تریلیونو ډالرو بودجي پلان په ډاګه کړ او غواړي د زیاتو پیسو په لګولو سره په هېواد کې د بې کارۍ ستونزه لیرې کړي، اقتصاد ته وده ورکړي او دغه راز د افغانستان او عراق د دوو جګړو مصارف هم پوره کړي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي کال لپاره د ۳ اعشاریه اتو تریلیونو ډالرو د بودجې پلان برابر کړی، چې په دې کار سره به د دې هېواد پورونه لازیات شي خو د پیسو په لګښت سره به اقتصاد ته یو جټګه ورکړي، چې د ودې په لور حرکت وکړي.

د جمهور رییس اوباما د ۲۰۱۱ مالي کال بودجه چې د تیر کال په نسبت د دې هېواد په عایداتو باندې د مالیو یا ټکس څخه د لاسته کیدونکو پییسو څخه ۱ اعشاریه ۶۶ تریلیونه ډالره زیاته ده، باید کانګرس یې تصویب کړي.

د پخواني جمهور رییس جورج ډبیلو بوش وروستۍ بودجه دري نیم تریلیون ډالره وه.

جمهور رییس اوباما وویل، که چیرې وضعه عادي وای نو ده به د لږو لګښتونو بودجه برابره کړی واي. خو دا مهال امریکا په دوو جګړو کې ښکیل ده، اقتصادي حالت خراب دی، او له بې کارۍ سره مجادله هم سترو منابعو او تیاریو ته اړتیا لري. ده وویل:

"دا داسې بودجه ده چې زموږ د هېواد جدي ازمیښتونه (چیلجونه) په ډاګه کوي. موږ په جګړه کې یو، په تېرو دوو کلونو کې موږ ۷ میلونه کارونه له لاسه ورکړي او د یوې لسیزې بې ځایه لګښتونو له وجې حکومت زیات پوروړی دی."

د جمهور رییس اوباما د بودجې د پلان له مخې د کورنی امنیت لګښتونه به د راتلونکو درېیو کلونو په مودې کې نه زیاتیږي او سپوږمۍ ته د تلو په مقصد د امریکا د فضایی څیړنو د اداری پلان به هم وځنډول شي.

جمهور رییس اوباما په بودجې کې د جګړو د لګښتونو لپاره د ۱۹۲ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او ملکی کار پوهانو لګښتونه هم پرې پوره کړي.

د تیرکال راهیسې د امریکا د دفاع وزرات بودجه په سلو کې ۳ اعشاریه څلور زیاته شوې یعنې اتلس میلیارده ډالره زیات والی په کې راغلې.

د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان او عراق کې یو تریلیون ډالره مصرف کړی دي.

د جګړو لپاره د جمهور رییس اوبا د بودجې په ۱۹۲ میلیاردو ډالرو کې افغانستان ته د نورو عسکرو د لګښتونو لپاره ۳۳ میلیارده ډالره او دغه راز د پاکستان او یمن د پوځي عملیاتو په شمول د پوځي فعالیتونو لپاره ۱۶۰ میلیارده ډالر بیل شوی دي.

امریکا به شاوخوا ۲ میلیارده ډالر اسلام اباد ته ورکړي، چې د افغانستان پولې ته نږدې په قبایلي سېمو کې د وسله والو په ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېټس وایي، په نوي بودجې کې د جګړو د بري لپاره د امریکا د حکومت تعهد په ډاګه کیږي او د موجودو ګواښونو په مقابل کې زموږ د تیاریو ښکارندوی ده.

د جمهور ریس اوباما په بودجې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بودجه د ۵۱ میلیاردو ډالرو څخه ۵۷ میلیاردو ډالرو ته زیاته شوې ده. په دې کې به ۱۲ میلیارده ډالره له افغانستان سره د مرستو لپاره او ۳ میلیارده ډالره به په پاکستان کې د ښه حکومتي سیستم د پیاوړي کولو، بیا رغوونې او د بنسټ پالنې د مخنیوي په مقصد د نورو پراختیایي فعالیتونو لپاره ولګول شي.

د جمهور رییس اوباما د راتلونکی کال په بودجي کې په امریکا کې د روغتیایي سیستم د ښه کولو لپاره هم زیاتي پیسې بیلې شوي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکي وکیلان هم ممکن د ۲۰۱۱ مالي کال له بودجي سره مالفت ونه کړي خو یو شمېر وکیلان په عایداتو باندې د مالیو د زیاتولو له وجې په غوسه شوي دي.
XS
SM
MD
LG