افغان دولتي چارواكي وايي، چې د جمهور رييس حامد كرزي او د سعودي عربستان د پادشاه ملك عبدالله د خبرو اترو اصلي محور به د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د روغې جوړې د پروسې په برخه كې د نوموړي هېواد مرسته اوهمكاري وي.
د ولسمشركرزي يوه وياند سيامك هروي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې د افغان او سعودي عربستان د چارواكو ترمنځ به د نورو مسايلو ترڅنګ په دوو اړخيز ومناسباتواو د هېواد داقتصادي پياوړتيا اوبيارغونې په اړه هم خبرې وشي:
"ښايي ځينې كسان په دې باور وي، چې د دې سفر هدف له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په برخه كې د سعودي عربستان رول او مرسته وي، هو دا به تريوه حده په لومړيتوب كې وي.
جمهور رييس د لندن له كنفرانس څخه وروسته ډېر ژر سعودي عربستان ته سفر وكړ ترڅو له مخالفينو سره د روغې جوړې په پروسه چټك كاروشي، موږ هيله من يو چې په دې برخه كې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان رول مهم او ګټوروي."
تردې وړاندې هم ولسمشر كرزي له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه كې د سعودي عربستان د پادشاه رول مهم بللى و او له هغه څخه يې غوښتي وو، چې په دې برخه كې لازمه مرسته وكړي.
افغان دولتي چارواكي هيله څرګندوي، چې سعودي عربستان په ځانګړي توګه د نوموړي هېواد پادشاه ملك عبدالله به وكولاى شي له دولت سره د وسله والو طالبانو د پخلا كولو په برخه كې مهم رول ولوبوي.
خو يو شمېرافغان سياسي څيړونكې دې مسالې ته له بلې زاويې ګوري، افغان څيړونكى محمد اسحاق اتمر وايي كه څه هم سعودي عربستان په تېرو درېيو لسيزو كې په يوه ډول د افغانستان په ستونزو كې ښكيل وو، خو د ده په باور نوموړى هېواد به ونه شي كولاى، چې په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه كې ډېر ګټور واقع شي.
ويل شوي، چې ولسمشر كرزى به د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پادشاه ملك عبدالله سره وګوري، په دې سفركې له جمهور رييس كرزي سره يوشمېر لوړ رتبه دولتي چارواكي او ديني عالمان هم ملګري دي.
سيامك هروي وويل، چې ولسمشر كرزى به د راتلونكې جمعې په ورځ د سعودي عربستان له پادشاه سره يوځاى جرمني ته ولاړشي او د مونيخ په ښاركې به په يوه غونډه كې برخه واخلي چې د نړۍ په امنيتي مسايلو په كې بحث كيږي.
افغان دولتي چارواكي وايي، چې عربي هېوادونه كولاى شي له افغان دولت سره د وسله والو مخالفينو په يوځاى كولو او په هېواد كې د سولې او ثبات په ټنيګښت كې رغنده رول ولوبوي، په همدې هدف دا هلې ځلې روانې دي، چې له سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو سره د كابل روابط پراخ او لاپياوړي شي.