دکندهار ښاریان هم په اوس وخت کې د پولیسو له چلنده چندان راضی نه دي او ډیرباور پرې نه کوي.
اسوشیتید پرس خبری اژانس پردې موضوع یوتفصیلی راپور خپورکړی او وايي امریکایی او کاناډایي ځواکونه هڅه کوي هرڅومره ژر چې ممکن وي په کندهار ښار کې افغان پولیس پیاوړي کړي څو وکولای شي چې دی ښار ته بیا د طالبانودورتګ مخه ونیسي.
دغه اقدام د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې خلکو ته د نوروخدماتو لکه دبریښنا او د څښاک داوبو رسول دي.
امریکایي او کاناډایي ځواکونه غواړي په دغو اقداماتو سره دافغانستان له حکومت سره د کندهار د خلکوملاتړ راجلب کړي.
دامریکا یو پوځي چارواکي بیل هاریس چې تېر کال په کندهارکې د پراختیایي کارونو د څیړلو لپاره دې ولایت ته تللی وو، وایي چې کارونه باید چټک او سم ترسره شي.
داسوشیتید پريس اژانس لیکي، وخت ډیر کم دی. ۲۸۰۰ کاناډایي عسکر چې په کندهار کې دیره دي او د عملیاتو پرڅرنګوالي څارنه کوي، راتلونکی کال به له افغانستان څخه ووځي.
له بلې خوا د هغو دیرش زرو عسکرو یوه زیاته برخه به چې اوباما یې افغانستان ته استوي په کندهار کې ځای پرځای شي. خو جمهورریس اوباما ژمنه کړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونود یوې برخې دایستلوبهیر به د ۲۰۱۱ م کال د جولای له میاشتې څخه پيل کړي.
اسوشیتید پريس لیکي، ظاهرا کندهار هغه ښار ته چې د جنګ په حالت کې وی، نه دی ورته. په ښارکی د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده، په خوراکي او نورو اړتیاوړ موادو بارلارۍ چې له پاکستانه مواد راوړی، په ښار کې تګ راتګ کوي، او ژوند په عادي بڼه روان دی. اما د طالبانو حضور هم په دې ښارکې چې یووخت یې اصلي مرکز وو، احساسیږي.
داسوشیتید پريس په وینا وسله وال طالبان د کندهار ښار په څنګلورو کلیوکې نفوذ لري او جاسوسان یې دشپی له خوا دلته اوهلته ګرځي، شبنامی خپروي اوخلکو ته له حکومت او امریکایانو سره د همکارۍ د عواقبو خبرداری ورکوي.
نړیوال ځواکونه تقریبا هره ورځ د ګزمو په مهال د سړکونو په غاړه ښخ کړای شوی بمونه اود ښار په مختلفو برخو کې چاودیدونکې وسیلې پیدا کوي.
امریکایي چارواکي په دې باور دي چې په اوس وخت کې په کندهار کې د قوي او داعتماد وړ پولیسو له موجودیت پرته امکان نه لري چې ددې ښار اوسیدونکي دې د حکومت په وړاندی خپل ځان مصون احساس کړي او دوسله والو پرضد دی مقاومت وکړي.
داسوشیتید پریس له دې لیکنې سره سم د کندهار خلک په اوس وخت کې پر افغان پولیسو چندان اعتبارنه لري.
د کندهار یو دوکاندارالیاس الدین اغا چې ترکاري خرڅوي، دی اژانس ته ویلي چې ټول وسله وال اوهغه کسان چې له چاودیدونکو موادو کاراخلي، ددی ښار په پولیسو کې کار کوي.
دی وایي که خلک ستونزه لري د هواري لپاره یې پولیسوته نه ځي ځکه پولیس تری پیسي غواړي.
دامریکا پوځ چې له دې مسلې څخه خبردی د تیرکال د اګست په میاشت کې یې تقریبا ۳۰۰ دپولیسوښونکي دې ښار ته واستول.
دا دهغو کاناډايی ځواکونو د هڅو سربیره ده چې له څه مودې راهیسې یې په دې ښار کې د پولیسو دروزنې په برخه کې پیل کړي دي.
امریکایي او کاناډایي ځواکونه په اوس وخت کې نه یوازې داچې په درسي خونو کې افغان پولیسو ته روزنه ورکوي، د دوی له شاوخوا دوزرو تنو سره یوځای اوسي او کارکوي.
امریکایی اوکاناډایی ځواکونه د ګزمو په جریان کې له خلکو، ملا امامانو او سوداګرو سره خبرې کوي، د هغوی دستونزو په اړه پوښتنې کوي څو ورته د حل لاره پیداکړي او په دې توګه افغان پولیس دې ته هڅوی چې د خلکو د ډارولو پرځای له هغو سره له نژدې اړیکه ولري.
د کندهار ښار اوسیدونکي ۳۵ کلن مستوګل چې په اوس وخت کې بیکاره دی اسوشیتید پريس ته ویلي له هغه وخته چی امریکایي ځواکونه کندهار ته راغلي امنیتي وضعیت ښه شوی دی، د مستوګل په وینا حداقل پولیس اوس د خلکو له باغونو څخه میوې نه غلا کوي.