د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

ولسي جرګې بیا څلور کاندید وزیران ورغوښتي و


د پنجشنبې په ورځ په وربلل شويو وزيرانو كې د قومونو او قبايلو، ښځو، مخابراتو او د سوداګرۍ او صنايعو نومانده وزيران شامل وو. دغو وزيرانو د خپلو كاري پروګرامونو د تشريح كولو په مهال ژمنه وكړه، كه د باور راى يى ترلاسه كړه نو د اساسي اصلاحاتو تر څنګ به په خپلو ادارو كې فساد له منځه يوسي .

د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير محمد ظاهر وحيد ويل چي بايد هغه ستونزي اواري شي چي د سوداګرو او پانګوالو په وړاندي پرتي دي :

" له پانګونې ملاتړ او د كورنۍ او بهرني پانګونې په برخې كي بايد اسانتياوي رامنځ ته شي خو هغه ستونزي چي د پانګونې په برخې كي شته لومړۍ امنيت دۍ چي عمومي او ستونزمنه مسله ده.

بله ستونزه چې سوداګر يي د پانګونې د ملاتړ په برخې كي لري بريښنا ده چي بايد په دي اړوند د بريښنا له وزارت سره اړيكي ټينګي شي"

همداراز د ښځو د چارو نوماندي وزيري پلوشه حسن ويل چي ځيني رواجونه شته چي له اسلامي قوانينو سره په تضاد كي دي چي بايد ملي شورا او د ښځو چارو وزارت د دغو رواجونو له له منځه وړلو كي سره په ګډه د قوانينو له لاري كار وكړي .

د ولسي جرګي ډيرو وكيلانو د ښځو د چارو له نوماندي وزيري څخه د حجاب او ديني قوانينو په برخي كي پوښتني طرحه كولي.

د ښځو د چارو د وزرات نوماندي وزيري په دي هم ټينګار وكړ چي بايد قوانين د حجاب او محرم په برخي كي ځانګړۍ رول ولوبوي څو د ښځو د چارو وزارت كولاي شي چي ددي مسلي په باب د تبليغاتو له لاري كار وكړي .

خو د سرحدونو او قبايلو د چارو نوماند وزيراسلا جمال دي تكي ته اشاره وكړه چي بايد په پخوانۍ نقشي د سرحدي سيمو د تثبيت لپاره سرحدونه ځانګړي شي تر څو هغه سرغړوني چي په دي برخي كي په تيرو دريو لسيزو كي د افغانستان ګاونډيو هيوادونو كړي په ډاګه شي .

د سرحدونو او قبايلو د چارو نوماند وزير ويل چي قومونه په ملي پخلايني او د سولې په راوستلو كي ګټور رول لوبولۍ شي :

"ددې وزارت يوه عمده وظيفه همداده، چي د نورو ارګانونو سره يو ځاى، يو پول غوندي واقع شي، خلك له نورو امنيتي ارګانونو سره ورته رابطه وركړي، د قومونو څخه استفاده وكړي.

موږ په دې عقيده يو هغه سوله او امنيت چي د قومونو له لاري راتلى شي، هغه د توپك او امنيتي ارګانونو له خوا نه شي راتلى، نو موږ په دې اړه جدي كار وكړو، چي قومونه سره يو كړو، او د دوى له لاري سوله او امنيت راولو."

بل خوا د مخابراتو نوماند وزير عبدلقدوس حميدي ويل كه ولسي جرګه ده ته د باور رايه وركړي نو دى به د خپل وزارت په موده كي د فايبر نوري كار بشړ كړي او په افغانستان كي به هم مخابراتي روزنيزي موسسي فعاله كړي او د سلګونو افغانانو په روزلو سره به نور افغانستان د مخابراتو په برخي كي بهرنيو كاركونكو ته احتياج ونه لري .

د ولسي جرګي ددغي غوڼدي په پاي كي وكيلانو پريكړه وكړه چي د راتلونكي شنبي په ورځ په د جمهور ريس كرزي له خوا دغي مجلس ته وړاندي شويو ۱۸ وزيرانو ته د رايي وركولو صندوقونه كيږدي او د باور يا نه باور رايي به وركړي
XS
SM
MD
LG