د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

د افغان ځواکونو پوځي روزونکي کم دي


د امريکا د مشرانو جرګې يوه استازي پرون وويل، دا مهال افغان ځواکونه د پوځي روزونکو له کموالي سره مخامخ دي، چې د هغه په وينا دا کمبود د منلو وړ نه دى. کارل ليوين له ولسمشر حامد کرزي سره تر کتنې وروسته په کابل کې وويل هڅه کوي متحد هېوادونه وهڅوي چې افغانستان ته زيات روزونکي ولېږي.

سناتور کارل لېوين چې د امريکا په مشرانو جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې مشري کوي وويل، دى به پر نړيوال ايتلاف فشار راوړي چې خپلې ژمنې پوره کړي او لکه څنګه چې يې ويلي وو د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه واخلي، چې په دې توګه نړيوال ځواکونو ته به لاره اواره شي چې په تدريجي ډول له افغانستانه ووځي.

لېوين په افغانستان کې په هغه ورځ دا خبرې کولې، چې دوه امريکايي، يو فرانسوى، څلور افغان پوځيان وژل شوي وو او نهه افغان پوليس ټپيان وو.
هغه وويل، ناټو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره يوازې ٣٧فيصده روزونکي ګمارلي دي، چې دوى افغان ځواکونه د دوو مياشتو په موده کې روزي.

دۀ زياته کړه، په سيمه کې موږ د روزونکو له کموالي سره مخامخ يو. هغه له نورو متحدو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې اقدامات وکړي او زيات روزنکي دې افغانستان ته ولېږي.

امريکا د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتيژۍ کې د افغان ځواکونو روزنې ته هم پام کړى او په دې هدف يې له نورو هېوادونو افغانستان ته د زياتو روزونکو د لېږلو غوښتنه کړې.

هغه وويل هغه هېوادونه چې نه غواړي افغانستان ته پوځيان ولېږي، دغه ائتلاف بايد پر خپلو غړو ډاډ ولري چې د روزونکو لپاره امکانات برابر کړي.

هغه زياته کړه، څلورزرو دوه سوه پنځه دېرشو روزونکو ته اړتيا ده، چې تر اکتوبر مياشتې پورې له پلان سره سم يولک او څلوردېرش زره عسکر او شپږنوي زره او اته سوه پوليس وروزي.

د نوموړي په وينا په افغانستان کې دا مهال يوزر پنځه سوه څلور اويا روزونکي ماموريت لري.

د افغان ځواکونو لپاره امتحاني هدف دا دى چې د ٢٠١١م کال تر جولاى پورې د ملي اردو د عسکرو شمېر يولک او نهه پنځوس زره او د پوليسو شمېر يولک او درويشتو زرو ته زيات شي. خو دا هدف تر اوسه تصويب شوى نه دى.

يو له هېوادونو چې افغانستان ته يې د پوځي روزونکو د لېږلو ژمنه کړې، ګرجستان دى.

د دې هېواد يو سل او پنځه اتيا تنه پوځيان له مرکز تبليسي څخه المان ته رسېدلي چې افغانستان ته تر روانېدو مخکې د امريکايي ځواکونو له خوا وروزل شي.

انټرفاکس خبري اژانس د ګرجستان د دفاع وزير له قوله ليکلي چې د دې هېواد يوسل او درې اويا تنه پوځيان په افغانستان کې خپل ماموريت مخته وړي.

تحليل کوونکو مخکې ويلي وو چې په افغانستان کې بايد د امنيت ساتنې مسووليت تر ډېره افغانانو ته وسپارل شي، چې له يوې خوا له سيمو، د خلکو له کلتور، ژبې او دوستور سره بلد دي او بله دا چې د افغان ځواکونو روزنه ملکي تلفات راکموي، دا هغه څه دي چې د افغان حکومت او ځينو لوېديځو هېوادونو ترمنځ يې فاصله ايجاد کړې ده.
XS
SM
MD
LG