د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۸

د امریکا کرنې وزیر خپل افغان سیال سره د ۲۰ میلونه ډالره تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي او د امريكا د كرنې وزير ټام ويلسك
د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي او د امريكا د كرنې وزير ټام ويلسك

د امريكا د كرنې وزير، چې د روانې اونۍ له پيل نه د افغانستان په سفر بوخت وو، د سې شنبې په ورځ په له خپل افغان سيال سره د شلو ميليونو ډالرو د مرستې يو تړون لاسليك كړ.

د شوي تړون له مخې له دې نوي مرستې نه به په افغانستان كې د كرنې د سكتور د وړتياو د لوړلو او د بزګرانو د روزلو په برخه كې كار واخستلې شي.

د امريكا د شلو ميليونو ډالرو د مرستې دا تړون د سې شنبې په ورځ د افغانستان او د امريكا د كرنې د وزيرانو ترمنځ لاسليك شو.

د امريكا د كرنې وزير ټام ويلسك، چې د دغه تړون له لاسليكولو وروسته خبرې كولې وويل، چې دوى غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې د هغو لومړيتوبونو له مخې عيارې كړې، چې د افغانانو له خوا ټاكل كيږي.

"د امريكا متحده ايالاتونه پوهيږي، چې خپلې مرستې بايد د هغو لومړيتوبونو سره سم عيار كړي، چې د افغانانو له خوا ټاكل شوي.

دا يوازې د امريكا د يوې ادارې لپاره نه بلكه دا د امريكا د ټول حكومت لپاره ډېره مهمه ده، چې په همغږۍ سره كار وكړي."

نوموړي په افغانستان كې د كرنې د ودې لپاره د بزګرانو هڅول هم يو اساسي شرط وباله او په عينې حال كې يى هغوى ته د ښو امكاناتو په برابرولو ټينګار وكړ.

د دغه تړون د لاسليكولو په مهال په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري هم حاضر و. هغه په خپلو خبرو كې وويل، چې په افغانستان كې د كرنې د سكتور وده او پراختيا د افغانستان لپاره د اوباما د نوى ستراتيژۍ يوه اساسي برخه جوړوي.

د نوموړي په وينا امريكا له افغانستان سره د كرنې په برخه كې د مرستې لپاره شاوخوا څلور سووه ميليونه ډالره ځانګړې كړي، چې په بېلابېلو برخو كې به ولږولې شي.


خو د افغانستان د كرنې وزير محمد اصف رحيمي، چې خبريالانو ته يې د خپلې پنځه كلنې ستراتيژۍ په اړه معلومات وركول وويل، چې دوى د دې ستراتيژۍ د پلې كولو لپاره اتو مليارډو ډالرو ته اړتيا لري.

ښاغلي رحيمي په خپلو خبرو د كرنې د ودې او پراختيا لپاره خپلې پنځه كلنې ستراتيژۍ اړتياو ته په اشارې وويل.

"د دې اتو مليارډو ډالرو نيمايي يې بايد د اوبو لګولو په سيسټم ولګول شي، په ټول افغانستان كې بايد د اوبو څلور سوه بندونه جوړ شي، چې په دې ډول سره به هره ولسوالۍ يو بند ولري.

يو مليارډ ډالره بايد د مالدارۍ په برخه كې ولګول شي، د مالدارۍ سكتور په هېواد كې د عوايدو د زياتولو لپاره ډېر مهم دې او پاتې درې مليارډه ډالره بايد د كرنې په برخه كې ولږګول شي."

ښاغلي رحيمي دا و نه ويل، چې په دې اړه يې له مرسته كوونكو هېوادونو سره خبرې پيل كړې او كه څنګه.

افغانستان كه څه هم يو كرنيز هېواد بلل كيږي او ويل كيږي، چې د دغه هېواد په سلو كې له شپيتو نه زيات خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو په تېرو دېرشو كلونو جنګونو كې دا سكتور هم بې زيانه پاتې نه شو.

په لكهاو جريبه ځمكې د اوبو لګولو د سيسټم د له منځه تلو له امله شاړې شوې او بزګرانو د خپلو كورنيو د معيشت لپاره د كوكنارو په كرلو بوخت شول.

د كتونكو په وينا كه په افغانستان كې د كرنې برخې ته جدي پاملرنه وشي او ټول بنسټيزې اړتياوې پوره شي نو نه يوازې د كوكنارو د كښت مخنيوی به وشي بلكې افغانستان به د غلې له پلوه په ځان بسيا شي.
XS
SM
MD
LG