د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

د ښځو د حقونو فعالانو له ولسي جرګې وغوښتل، چې نوماندو ښځو ته دې د باور رایه ورکړي


د افغانستان د مدني ټولنې غړي او د ښخو د حقونو فعالانې
د افغانستان د مدني ټولنې غړي او د ښخو د حقونو فعالانې

د افغانستان د مدني ټولنې يوشمېر غړو او د ښځو د حقونو فعالانو له ولسي جرګي څخه وغوښتل، چې دريو نوماندو ښځينه وزيرانو ته دي د اعتماد رايي وركړي او ولسمشر کرزي ته به د منني یو لیک استوي.

د افغانستان د مدني ټولنې يو شمېر غړو او د ښځو د حقونو فعالانو د ملي شورا پر غړو غږ وكړ، چې درېيو نوماندو ښځينه وزيرانو ته دې د اعتماد د رايو په وركولو سره افغان ښځو ته د لا فعاليت زمينه برابره كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر كرزي د روانې اونۍ په پيل كې كله، چې ولسي جرګې ته يې د دوهم ځل لپاره ۱۸ تنه نوماند وزيران وړاندې كړې، نو د ښځو د چارو د وزارت، د كار او ټولنيزو چارو د او د عامې روغتيا د وزارتونو لپاره يې درې نوماندې ښځينه وزيرانو ملي شورا ته وروپيژندلې.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشرې ډاكټر سيما سمر په داسې حال كې، چې دغه وزارتونه ډېر مهم او كليدي ګڼي وايي، د ولسي جرګې وكيلان دې دغو نوماندو ښځينه وزيرانو ته د باور د رايو په وركولو سره دا ثابته كړي، چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی لري:

"موږ تمه لرو، چې وګورو په پارلمان او په تېره بيا په هغې كې ښځينه غړي يې د ښځو حقونو ته درناوی كوي او په همدې دليل دې دوی دغو درېيو نوماندو ښځينه وزيرانو ته د باور رايې وركړي.

هغه نارينه، چې په پارلمان كې دي دا دې وښيي، چې هغه د ښځو ضد كوم تورونه چې پر دوی لګيدلې، دا دې په ډاګه كړي، چې د ښځو پر ضد نه دي."

د مدنې ټولني دغو غړو او د ښځو د حقونو فعالانو ويل، چې دوی به خپلې دغې مبارزې ته دوام وركړي او په راتلونكي كې به لا ډېر شمېر افغان ميرمنې د دولتي لوړو څوكيو د ګټلو هڅې وكړي.

د افغان ښځې د غږ د راډيو مشرې جميله مجاهد وويل، چې دا به په افغانستان كې د ښځو د حقونود لاسته راوړلو لپاره وروستۍ هڅې نه وي:

"موږ نور وخت لرو، دا لومړۍ هڅه ده او په راتلونکي کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، دا مبارزه یواځې د دې دورې لپاره نه ده، کیدای شي زموږ نورو خویندې دې مبارزې ته دوام ورکړي او تعداد به یې له دې هم زیات شي.

په ښځو کې درایت شته، د پارلمان محترم وکیلان دې زموږ غږ واوري او دغه درېیو خویندو ته د اعتماد رايې ورکړي."

اوس مهال جمهور ریيس كرزي په داسې حال كې ولسي جرګې، ته درې نوماندې ښځينه وزيرانې د اعتماد د رايو د ګټلو لپاره وړاندي كړي، چې په افغانستان كې د طالبانو تر واك وروسته په هېواد كې د ښځو سياسي، اقتصادي او ټولنيزې هڅې پراخه شوي.

ويل كيږي، چې په ملي شورا كې د ښځو په سلو كې ۲۵ شتون او په نورو دولتي او نادولتي ټولنو كې د افغان ښځو حضور په افغانستان، سيمه او د نړۍ په ډېرشمير هېوادونو كې ساری نه لري.
XS
SM
MD
LG