د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۷

کرېسټال: په افغانستان کې پر وسله والو طالبانو ساحه تنګه شوې ده


په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل ويلي دي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په زياتېدو سره پر طالبانو ساحه راتنګه شوې ده.

تېره مياشت د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جنرال سټنلي مک کرېسټل وړانديز تصويب کړ او په افغانستان کې يې د خپلو پوځيانو د زياتولو پرېکړه وکړه، چې دېرش زره اضافي عسکر به افغانستان ته لېږي.

ښاغلي کرسټل له ABC ټلويزيون سره په مرکه کې هلمند ته خپل وروستى سفر هم ياد کړ، چې د طالبانو يو مهم مرکز بلل کېږي او ويې ويل، هلمند اوس د روان پرمختګ يو مثال دى.

کله چې زه د دې ولايت يوې سيمې ته لاړم، چې اووه مياشتې مخکې د طالبانو له خوا کنټرولېده، هلته مې د قومي مشرانو يوه شورا وليده، چې دوى راتلونکي ته ډېره هيله لري، تاسې په خپله پوهېږئ چې تاوتريخوالى له سيمې کډه شوى.

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان مخکې ويلي وو، که چېرې افغانستان ته اضافي پوځيان ونه لېږل شي، جګړه بايلل کېږي. هغه وويل، که د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونه د طالبانو په وړاندې خپل حرکت بدلوي، نو زما په باور دغه يې وخت دى.

دۀ زياته کړه، زه په دې باور يم، چې په افغانستان کې مو د عملياتو لاره چاره بدله کړې، خپلې ځينې تګلارې مو هم بدلې کړي، د افغانانو د رضايت ترلاسه کولو لپاره بايد دوى ته ډاډ ورکړل شي چې موږ يې ساتنه کوو.

خو مک کرېسټل وويل، زيات وخت نه دى پاتې. د هغه په باورد افغانانو وخت ته پام دى، نو موږ ته په کار دي دوى ته قناعت ورکړو، چې کولاى شو د هېواد په ابادۍ کې يې مرسته وکړو.

د امريکا د پوځي استخباراتو ادارې يا DIA مشر ډګر جنرال رونالډ بورګس هم په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امريکا د ماموريت په اړه له خوشبينۍ ډک نظر ورکړى، خو هغه ويلي دي، د پولې په هغه بله غاړه، پاکستان کې د روانو پوځي عملياتو تاثيرات نامعلوم دي.

هغه وويل، فکر کوم په خپلو عملياتو کې موږ بريالي وو. ښاغلي بورګس چې له امريکا غږ سره يې په مرکه کې خبرې کولې وويل، القاعده او طالبان تر اوسه دا ظرفيت لري، چې د خلکو د ځورونې باعث شي او وخت په وخت په ځينو اعمالو لاس پورې کړي.

نوموړي زياته کړه، هغه پوځي عمليات، چې پاکستان په خپله شمال لوېديځه سيمه کې د طالبانو په وړاندې پيل کړي، تر اوسه يې پوره نتيجه نه ده معلومه.
XS
SM
MD
LG