د افغانستان بانك په ازاد بازار كې د افغانۍ د بيې د ثابت ساتلو په هدف د بهرنيو اسعارو د ليلامولو لپاره خپل روان سياست ګټور بولي او وايي، چې دې كارد افغانۍ د تبادلې په بيى خورا مثبت اغيز درلودلې دي.
د افغانستان بانك وياند ايمل عاشور له ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل، چې دوى دا كار په اونۍ كې دوه ځلې د بازار د اړتيا په پام كې ساتلو سره كوي او په هغې يوازې هغو صرافانو ته ونډه وركول كيږي، چې له دوى سره راجسټر دي.
ښاغلي عاشور كه څه هم زيات جزيات ورنه كړل خو وويل، چې د دې ترڅنګ د افغانستان بانك په ځينو نورو پالسيو هم كار كوي، څو د وخت په تېرېدو سره د بهرنيو اسعارو د ليلام ځاى ونيسي.
"په تېرو اوو کلونو کې دې پالیسۍ ډېر ښه نقش ترسره کړی دی او د نورو اسعارو په وړاندې یې د افغانۍ د تبادلې ارزښت ډېر ښه ساتلی، که چېرې موږ دا میکانیزم نه وای کارولی نو د خلکو د پېر اسعار به یې ډېر زیانمن کړې وای، د همدې له امله به دا سیاست ادامه ومومي او د دې ترڅنګ د افغانستان بانک ځیني نور پالسیانې د افغانۍ د نرخ د مبادلې او ارزښت لپاره ترلاس لاندې نیولي او ورځ په ورځ هغه پیاوړي کوي او پراختیا ورکوي، ترڅو وکړای شي ورو ورو د اسعارو د لیلام مخه ونیسي."
د افغانستان بانك له خوا د وركړل شويو معلوماتو له مخې په پام كې ده، چې په روانه اونۍ كې هم بهرني اسعار بازار ته د ليلامۍ لپاره وويستل شي.
په افغانستان كې د اقتصادي چارو كارپوهان بيا كه څه هم د افغانستان بانك روان سياست د حل اساسي لار نه بولي خو وايي، چې دولت اوس مهال كومه بله چاره هم نه لري.
د هېواد د اقتصادي چارو يو كارپوه حميداله فاروقي بيا په دې برخه كې د بنيادي اقداماتو غوښتنه كوي.
دی وايي، كه نړيوالې مرستې بندې شي نو په هغه صورت كې د افغانستان بانك دا سياست ناكامه كيږي او ممكن هېواد د يو اقتصادي بحران لور ته بوزي.
"دا اساسي وسیله نه ده، ځکه زموږ د هېواد د تولید کچه دومره نه ده او زموږ د صادراتو انډول هم برابر نه دی، له بده مرغه زموږ د تجارت او تادیاتو بیلانس هم په ښه موقعیت کې قرار نه لري. نو دا یواځنۍ وسیله ده، چې زموږ مرکزي بانک کولای شي له دې څخه د افغانۍ د بیې د ثابت ساتلو لپاره کار واخلي .
خو په صورت سره اساسي کار دا دی، باید تولیدات زیات شي، د صادراتو په تشویش او وارداتو په تعویض باندې باید کار وشي، چې یواځنۍ لار یې همدا ده."
په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته د اقتصادي فعاليتونو د پراخولو لپاره پراخې هڅې شوي، خو دا هر څه د امنيتي ستونزو له كبله محدود پاتې دي.
د كتونكو په باور په افغانستان كې د پانګونې د جلبولو لپاره تر څه وړاندې امنيت او بيا د برښنا او كاري امكاناتو په ګډون نورو بنسټيزو اسانيتاو ته اړتيا ليدلې كيږي.
حال دا، چې د كتونكو په وينا په دې دواړو برخو كې پانګوال، چې د هېواد د اقتصادي حالت په وده كې مستقيمه ونډه لري له زياتو انديښنو سره مخامخ دي.